شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 293

سعودي عربستان:د اسراییلو برید د قطر د حاکمیت ښکاره نقض دی او موږ د قطر ملاتړ کوو

0

سعودي عربستان په یوه رسمي اعلامیه کې د اسراییلو وروستی برید، د قطر د حاکمیت ښکاره نقض بللی او غندلی یې دی.

د سعودي عربستان په خبره، د قطر له دولت سره په بشپړ ډول ولاړ دی او ټولې خپلې امکاناتي سرچینې یې د دغه هیواد تر اختیار لاندې ایښې دي، څو د هر هغه اقدام په ملاتړ یې وکاروي چې قطر یې د ځواب په توګه ترسره کوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د اسراییلي یرغلونو دوام به خطرناکې پایلې ولري او دغه کړنې د نړیوالو قوانینو او معیارونو ښکاره سرغړونه ده.

موساد:د نتنیاهو او دفاع وزارت په مستقیم امر په دوحه کې د حماس مشران په نښه او وژل شوي

0

د اسرایلو د استخباراتي شبکې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د دغه هیواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د د دفاع وزیر یسرایل کاتز ویلي، چې د حماس د مشرانو پر وړاندې د هدفي حملې عملیات د هغوی په مستقیمه پرېکړه ترسره شوي دي.

نتنیاهو ویلي، د بیت‌المقدس او غزې وروستیو بریدونو وروسته یې، ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د حماس د مشرانو د له منځه وړلو لپاره چمتووالی ونیسي.

د دې شبکې له قوله، نن غرمه د اسرایل د امنیتي ارګانونو د مشرانو په همغږۍ سره دغه پرېکړه عملي شوې وه او په دقیقه توګه خپل هدف ته رسیدلي.

د اسرایلو صدراعظم او دفاع وزیر ټینګار کړی چې دا عملیات په بشپړ ډول موجه وو، ځکه د حماس اوسنی مشرتابه د اکتوبر اوومې خونړۍ حملې اصلي طراح او سازمان ورکوونکی دی او له هغه وروسته یې د اسرایلي وګړو پر وړاندې وژونکي بریدونه نه دي درولي.

د یادونې ده چې ساعت وړاندې اسرایل، د قطر پلازمینه دوحه کې د حماس د لوړپوړو مشرانو دفتر هدف ګرځولی او د راپورونو له مخې شپږ تنه یې وژلي.

پر دوحې د اسرایل له برید وروسته؛ د امریکا سفارت خپلو دیپلوماتانو او اتباعو ته د پناه اخیستو سپارښتنه وکړه

0

په قطر کې د امریکا سفارت خپلو دیپلوماتانو ته لارښوونه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې دې په پناه ځایونو کې پاتې شي.

سفارت همدارنګه له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې په خوندي ځایونو کې پناه واخلي او له وتلو ډډه وکړي.

دغه خبرداری وروسته له هغه ورکول شوی چې اسرایلي ځواکونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس د مشرتابه یو شمېر غړي په برید کې په نښه او وژلي دي.

په دوحه د اسرایل برید؛ د حماس درې لوړپوړي مشران وژلي

0

اسرائیلي الوتکو په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر پر مشرانو برید کې خالد مشعل، نزار عوض‌الله او ظاهر جبارین وژلي دي.

الجزیره د حماس د یوې سرچینې په وینا ویلي، برید هغه مهال شوی چې د حماس پلاوی د امریکا د وروستي اوربند وړاندیز پر سر غونډه کې راټول شوی و.

دا لومړی ځل دی چې د قطر په خاوره د حماس لوړپوړي مشران په نښه کېږي.

قطر:پر دوحه د اسرائیل بریدونه په کلکه غندو

0

د قطر بهرنیو چارو وزارت دوحه کې د حماس پر غړو د اسرائیل بریدونه غندلي.

د قطر له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیل دا ډول بریدونه د قطر ارضي تمامیت او حاکمیت څخه سرغړونه ده.

د دوی په خبره، دا چاره د دوی لپاره دزغم وړ نه ده او غچ به یې واخلي.

اسراییل:دوحه کې په چاودنو کې د حماس لوړپوړي مشران په نښه شول

0

د قطر پلازمېنه دوحه کې د څو چاودنو وروسته د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د شاباک د استخباراتي ادارې په همکارۍ یې د هوايي ځواک له لارې د حماس لوړپوړي مشران په یوه «دقیق برید» کې په نښه کړي دي.

د پوځ په وینا، یاد کسان د کلونو راهیسې د حماس فعالیتونه رهبري کول او د اکتوبر د اوومې برید او د اسراییلو پر ضد د جګړې د مدیریت مستقیم مسوولین وو.

د «اکسیوس» خبري وېبپاڼې خبریال باراک راوید د اسراییلي چارواکو له قوله لیکلي چې په دوحه کې چاودنې د حماس پر مشرانو قصدي هڅه وه.

عمران خان:د افغان کډوالو جبري ایستل د زلزلې پر مهال دردوونکی عمل دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه په خپل پیغام کې د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي او دا یې د افغانستان د زلزلې له ناورین سره هم‌مهاله «دردوونکی عمل» بللی دی.

هغه د پوځ د مشر تګلاره په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې افغانانو سره باید د مرستې پر ځای د شړلو پرېکړه ونه شي.

عمران خان ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دې افغانستان ته د سولې او امنیت په تړاو سفر وکړي.

خان په خپل پیغام کې ویلي چې ژوند یې د «الله په لاس کې دی، نه د عاصم منیر»، او زیاتوي چې له یو نیم کال راهیسې له خپلو ملګرو، ډاکټرانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري.

نوموړي پوځ تورن کړی چې پر ده فشار اچوي او د پښتونخوا عملیاتو، ډرون بریدونو او خلکو د جبري بې‌کوره کولو پر ضد یې سختې نیوکې کړې دي.

هغه خبرداری ورکړی که دا عملیات ونه درېږي، د ولس کړاوونه به زیات او ترهګري به نوره هم پراخه شي.

عمران خان پر خلکو غږ کړی چې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

میرویس عزیزي:د زلزله‌ځپلو مرستې باید پر وخت او لرې سیمو ته ورسول شي

د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي ویلي چې هغه هېوادونه او خیریه بنسټونه چې د مرستو ژمنې یې کړې، باید دغه مرستې پر وخت زلزله ځپلو ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا مرستې باید په ځانګړي ډول هغو سیمو ته ورسېږي، چې لرې پرتو او سختلارو ځایونو کې دي.

هغه زیاته کړې چې د عزیزي بنسټ ټیمونه دا مهال په نورګل او دره نور ولسوالیو کې د بیړنیو مرستو په وېش بوخت دي.

زلزله ځپلو سره؛چین پنځوس میلیونه یانه اضافي مرسته کوي

په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د مرستو پر دوام، چین اعلان کړی، چې ۵۰ میلیونه یانه اضافي بشري مرسته کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لېن جیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو کې به خیمې، کمپلې، ترپالونه، خوراکي او نور بېړني توکي شامل وي.

چین تر دې وړاندې هم زلزله ځپلیو ته د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت بېړنۍ بشري مرسته راستولې وه.

اسیا جام؛نن د افغانستان او هانک‌کانګ په لوبو پیلیږي

0

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.

په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.