دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 279

واشنګټن پوسټ:بګرام ته د امریکا ستنېدل د داعش پر ضد جګړه او د چین پر وړاندې نفوذ پیاوړی کولی شي

واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې لیکلي چې بګرام ته د امریکا بېرته ستنېدل بده مفکوره نه ده او کولی شي د داعش پر وړاندې د عملیاتو او د چین ترڅنګ د واشنګټن د ستراتیژیک حضور لپاره زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې ویلي، د یوې کوچنۍ امریکايي ډلې ستنېدل به د پخواني پراخ حضور په څېر نه وي؛ خو امریکا ته به بیا هم په سیمه کې نفوذ ورکړي.

مقاله زیاتوي چې طالبان د بګرام په بدل کې غوښتنې لري؛ لکه د حکومت رسميت پېژندنه، د ملګرو ملتونو څوکۍ او د کنګل شویو شتمنیو لاسرسی.

واشنګټن پوسټ ټینګار کړی، د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته لا هم نړیوال فشارونه هغوی ته د شاتګ لاره نه ده پرانیستې؛ نو امریکا باید په کابل کې خپل اغېز بېرته پیاوړی کړي.

دا بحث وروسته له هغه تود شوی چې ډونالډ ټرمپ د بګرام د بېرته اخیستو خبره وکړه او د طالبانو حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که اډه امریکا ته ونه سپاري، بدې پایلې به ولري.

ډونالډ ټرمپ:که بګرام امریکا ته ور نه کړل شي، بدې پایلې به ولري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته ونه سپارل شي؛ نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

هغه په ټروت سوشیال کې لیکلي:«که افغانستان بګرام هغه هېواد ته ورنه کړي چې جوړ کړی یې دی، متحده ایالاتو ته، نو ډېر بد کارونه به پېښ شي.»

د طالبانو حکومت د هغه د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

سرچینې:د طالبانو حکومت له فاروق اعظم غوښتي چې د خپلو څرګندونو له امله له شیخ هبت‌الله بښنه وغواړي

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت مشاور فاروق اعظم د نجونو د زده کړو په تړاو د خبرو له امله نیولی او ترې غواړي چې د خپلو څرګندونو په بدل کې د طالبانو حکومت له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده بښنه وغواړي.

دغو سرچینو ویلي، فاروق اعظم د طالبانو حکومت غوښتنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي او که زندان هم وي، د نظر څخه نه ګرځي.

نوموړي په یوه لیک کې هم خپلې کورنۍ ته ویلي چې د ښځو د تعلیم او عصري زده کړو په ملاتړ او د طالبانو پر ځینو پالیسیو د نیوکو له امله نیول شوی دی.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت هم منلې چې د هغه نیونه د «امیرالمومنین» په امر شوې او قضیه یې نظامي محکمې ته سپارل شوې ده.

تاجمیر جواد:چمتو یوو چې د نظام د بقا لپاره بیا ځلي ځانمرګي بریدونه پیل کړو

د طالبانو حکومت د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد ویلي چې که اړتیا وي د خپل نظام د ساتنې لپاره به بیا ځانمرګي بریدونه پیل کړي.

نوموړي دا خبرې د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ کې د «۲۰ کلن جهاد قربانیانو» د یاد غونډې پر مهال کړي.

جواد ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» نظام د شهیدانو په وینو جوړ شوی او د ساتنې لپاره یې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

هغه د طالبانو د مخالفانو پر ضد د ځانمرګو بریدونو ګواښ هم کړی.

تاجمیر جواد د حقاني شبکې مهم غړی بلل کېږي او پخوا د خونړیو بریدونو طراح ګڼل شوی دی.

جاپان؛د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته شاوخوا ۲.۳ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې سربېره پر دې، د “جاپان پلاتفورم” په نوم بنسټ هم څه باندې ۱.۳۳ میلیونه ډالر د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.

د جاپان حکومت وایي، د دوی مرسته به د خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او د صلیب سرخ او هلال احمر نړیوال فدراسیون له لارې ولګول شي.

د دغو مرستو موخه د هغو کورنیو لاسنیوی دی چې د ختیځ زلزلو له امله زیانمنې شوې دي.

د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې؛د طالبانو حکومت تر اوسه کوم دریځ نه دی څرګند کړی؛ خو متقي پخوا ویلي، چې چاته یوه لوېشت خاوره هم نه ورکوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، «اسلامي امارت» د افغانستان پر یو انچ ځمکه هم د بهرني پوځ شتون نه مني او د خپلو جنګیالیو شل کلنې قربانۍ د بهرني حضور د منلو لپاره نه دي ورکړي.

که څه هم دا څرګندونې پخوانۍ دي؛ خو د ټرمپ له هغه خبرو وروسته تازه شوې چې ویلي یې دي له طالبانو سره د بګرام د بېرته ترلاسه کولو په اړه خبرې روانې دي.

ځینې راپورونه ښيي چې د طالبان حکومت د بګرام په بدل کې له امریکا د میاشتې یو میلیارد ډالر غواړي، خو امریکا یوازې ۳۰۰ میلیونه ډالر وړاندیز کړي دي.

زلمی خلیلزاد:که د بندیانو مسئله حل شي؛ نو ښايي د بګرام په سر هم هوکړه وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ د بندیانو ستونزه حل شي، ښايي دواړه لوري د بګرام هوايي اډې پر سر هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي بګرام د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مهمه اډه بللې ده.

ولسمشر ټرمپ هم ویلي چې له طالبانو سره د بګرام د بېرته ترلاسه کولو په اړه خبرې روانې دي؛ خو د طالبانو حکومت د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې نه مني.

ویل کېږي چې د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړی استازی ادم بولر د دې خبرو مشري کوي؛ خو د طالبانو حکومت د لوړو غوښتنو له امله خبرې بندې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په ښکاره د دغو خبرو پخلی نه دی کړی.

شفقت علي خان:په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د کابل او اسلام اباد ترمنځ اصلي خنډ دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، وایي چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو ښه‌والي اصلي خنډ دی.

نوموړي په یوه تازه خبري ناسته کې ویلي: «افغانستان زموږ نږدې ګاونډی دی او موږ له دوی سره د ورورولۍ اړیکې غواړو، خو اصلي خنډ دا دی چې هلته د ترهګرو پټنځایونه شته.»

شفقت علي خان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې “طالبان باید یا پاکستان غوره کړي یا تحریک طالبان پاکستان.”

نوموړي زیاته کړې: «د لومړي وزیر پیغام ډېر واضح دی، زه پرې نور څه نه لرم چې ووایم.»

دی وایي، دا پیغام که څه هم یو سیاسي دریځ دید خو د ډیپلوماتیکو لارو له لارې د طالبانو حکومت ته رسول شوی.

احمد الشرع:له اسرائیل سره د امنیتي تړون خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي

0

د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع ویلي چې له اسراییل سره د امریکا په منځګړتوب د امنیتي تړون خبرې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي.

هغه ویلي، ممکن دا تړون په نږدې ورځو کې لاسلیک شي او د ۱۹۷۴ کال تړون ته ورته وي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا چاره “هیڅکله” د اسراییل سره د اړیکو عادي کېدل نه دي.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستاني چارواکو څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد پر اعتماد جوړونه منفي اغېز لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد د اعتماد جوړونې بهیر زیانمنوي.

مجاهد ټینګار کړی چې د ټي‌ټي‌پي او پاکستان د پوځ جګړه نوې موضوع نه ده، له ۲۰۰۳ کال راهیسې روانه ده او دا د پاکستان داخلي ستونزه ده؛ نو باید د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان بیا ویلي، د افغانستان دننه د وسله‌والو پناه‌ځایونه د دواړو هېوادونو د اړیکو اصلي خنډ دی او د دې موضوع په اړه سیاسي پیغام د ډیپلوماټیکو لارو طالبانو ته رسېدلی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و، یا دې له اسلام‌اباد سره ودرېږي او یا له تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي سره.