دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 278

زلمی خلیلزاد:امریکا نه غواړي بګرام له افغانانو ونیسي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا او افغانستان د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه ډېرې ناسمې او غلطې خبرې خپرېږي، چې پکې د بګرام هوايي اډې د ګډو ضد ترهګرۍ عملیاتو لپاره د کارولو بحث هم شامل دی.

خلیلزاد ټینګار کړی: «زما له نظره دا داسې نه ښکاري چې متحده ایالات غواړي بګرام له افغانانو واخلي او یا یې ضمیمه کړي.»

نوموړي په خپلو څرګندونو کې له امریکایي چارواکو غوښتنه کړې چې دغه موضوع روښانه کړي.

‏د ټرمپ ګواښ – څه بد پېښېدونکي دي؟

0

لیکوال: د پکتیا پخوانی والي، محمد حلیم فدایي

د امریکا د ولسمشر ټرمپ دغه تهدید چې که باګرام ورته و نه سپارل شي نو بدې پېښېدونکې دي، ډېر خلک فکر کوي چې امریکا ممکن بېرته افغانستان ته راوګرځي. دا احتمال ردېدونکی نه‌دی، خو کمزوری دی؛ ځکه په افغانستان کې د امریکا د حضور بڼه بدله شوې ده او استخباراتي حضور یې له هر وخت څخه زیات شوی دی. نو هغه «بدې پېښې» به څه وي؟

‏شونې ده امریکا د خپلو بندیانو د خوشي کېدو لپاره هدف‌مند عملیات ترسره کړي. له همدې وېرې څخه ملاهيبت‌الله نوري فایبرشبکې محدودې یا ممکن بشپړې ودروي.

‏همدارنګه احتمال شته چې امریکا د طالبانو په منځ کې د کابل او دوحې مېشتو طالبانو سره تفاهم کړی وي او د ملاهيبت‌الله په ګډون د طالبانو تر ټولو سخت دریځه کړۍ — لکه د ایران هغه سیاسي، نظامي او استخباراتي مشران یې چې څنګه په نښه کړل— له منځه یوسي.

‏د دې نظامي محدودو عملیاتو ترڅنګ په سیاسي او اقتصادي برخه کې د فشارونو زیاتوالی هم ممکن دی. کېدای شي هغه مالي مرستې چې له طالبانو سره کېږي، ودرول شي؛ بشري موسسې خپل فعالیتونه وځنډوي؛ طالبان د یوې ډلې په توګه د ترهګرو په لېست کې واچول شي؛ شتمني، ملکیتونه او د هغوي اماراتي شرکتونه تر اقتصادي بندیزونو لاندې راشي.

‏د طالبانو مخالفینو ته په یوه ګاونډي هېواد کې د مالي، استخباراتي او لوژستیکي مرستو مرکزونه پرانیستل او له هغوی سره تخنیکي او استخباراتي مرستې پیلول هم شونې دي. همدارنګه احتمال شته چې هغه بهرني سوداګر چې په افغانستان کې پانګونې کوي، د امریکا په تورلیست کې د شاملېدو له امله خپلې چارې ودروي.

‏همدا شان ددې امکان هم شته چې سعودي عربستان سره  په تفاهم د طالبانو د هر غړي حج او عمرې ته د سفرونو مخه ونیسي. اوس چې پاکستان او سعودي عربستان له یو او بل سره دفاعي تړون لاسلیک کړی دی، ښایي سعودي خپلې مالي مرستې له پاکستان سره زیاتې او د هغو ډلو او ټپلو پر ضد اقدامات وکړي چې طالبان یې ملاتړ کوي او پاکستان یې تهدید ګڼي.

‏البته دا ټول اقدامات هغه ناوړې پېښې دي چې کولی شي د افغانستان اوسنی بحران لا ژور او پېچلی کړي. پاتې شوه؛ نظامي حضور؛ دهغې په اړه داسې امکان شته چې ټرامپ د امرېکا او طالبانو ترمنځ له پټې معاملې څخه پرده پورته کړي. له دې سره د طالبانو د خپلواکۍ، جهاد او نورو مقدس شعارونو هغه نقاب لا لوڅېږې او ولسي ملاتړ نور هم له لاسه ورکوي.

‏یوه خبره له اوله معلومه وه چې د امرېکا نظامیانو د بایډن له دې پرېکړې سره چې له افغانستان بشپړ ووځي، قطعا موافق نه وو. اوس هم بشپړ وتل د امرېکا په تاوان بولي. نو کېدای شي د خپل راتګ لپاره که پرون اسامه مجوز وو، نن حبیبي مجوز کړي. که پرون پر نیوریاک برید مجوز و، نن باګرام مجوز کړي.

‏نو که د طالبانو اوسنی سیاست دوام وکړي، نو پورته هره سناریو امکان لري.  البته؛ طالبانو د ټرمپ خبرداري ته د ددوحې د تړون پر تطبیق او درناوي ټېنګار کړی دی. که چېرې په دې اړه دوی ریښتیني وي، نو د دوحې د تړون دوه اساسي برخې چې د طالبانو مکلفیت دی باید عملي کړي او هغه الف): د بین الافغاني مذاکراتو پیلول او ب): د مذاکراتو په نتیجه کې د یوه جدید اسلامي نظام رامنځته کول دي. حد اقل؛ په ظاهرا چې کوم توافق شوی دی، طالبان د دوحې له تړون سرغړونه او يا تېښته کوي.  که چېرې د ملګرو ملتونو راپورونو ته وګورو چې افغانستان کې یې القاعده ته ځای ورکړی دی، نو دا بیا د د دوحې د تړون د اساسي جوهر سرغړونه هم ده او دا بیا امرېکا ته د برید او یا راتګ مجوز لا ممکن کوي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

حبیب الله اغا:د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا تر واک لاندې دی

د طالبانو حکومت د معارف سرپرست وزیر حبیب‌الله آغا ویلي، د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا تر واک لاندې دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په پکتیا کې د تعلیم د اهمیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې ویلي:« د هېواد فضایي حریم تر اوسه هم اشغال دی او د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې د شپې د افغانستان پر فضا ګزمې وهي؛ خو نه زه او نه تاسو د هغوی د مخنیوي وس لرو.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له لوري د افغانستان پر فضا د امریکایي ډرونونو د شتون په اړه یوه نادره منل بلل کېږي.

د غزې روغتیا وزارت:د اسراییلو تازه بریدونو کې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسراییلي ځواکونو د یکشنبې د بریدونو پر مهال نږدې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي، چې پکې یوه حامله ښځه او د هغې دوه ماشومان هم شامل دي.

ځایي سرچینو د اسراییلي ټانکونو د تیل‌الهوا سیمې پر لور د پرمختګ خبر ورکړی دی.

بل لورته اسراییلي پوځ د ملکي مرګونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې ګڼ وسله وال یې له منځه وړي.

فصیح الدین فطرت:د افغانستان د خاورې پر سر هېڅ ډول معامله نه کوو

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په کابل کې په یوه غونډه کې ویلي، د بګرام هوايي اډې د امریکا ته د سپارلو خبرې بې‌اساسه دي او د افغانستان د خاورې پر سر هېڅ ډول معامله امکان نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» له هیڅ زورواکي څخه نه وېرېږي او دا یې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او متحدینو پر ضد په جګړه کې ثابته کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي، غواړي بګرام بېرته ترلاسه کړي او طالبان یې ګواښلي چې که یې ورنه کړي «بدې پایلې به ولري».

بل لور ته زلمي خلیلزاد ویلي، که د بندیانو پر موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ پرمختګ وشي، د بګرام د کارونې په اړه د تروریزم ضد ګډو عملیاتو امکان هم شته.

عبدالمتین قانع؛د فایننشیل ټایمز ادعاوې بې‌بنسټه وبللې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د فایننشیل ټایمز د یو راپور د ادعا په غبرګون کې چې ګواکې د وزارت ویاند عبدالمتین قانع له بېلابېلو هېوادونو سره د دفاعي او استخباراتي اړیکو په اړه خبرې کړې دي، دغه راپورونه بې‌بنسټه او ناسم وبلل.

یاد وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي قانع هېڅکله داسې څرګندونې نه‌دي کړي او د «اسلامي امارت» رسمي سرچینو هم دغه راز خبرونه خپاره کړي نه‌دي.

دغه وزارت دا اقدام د طالبانو حکومت پر ضد د تبلیغاتي کمپاین یوه برخه بللې او موخه‌یې د خلکو ذهنیت ته زیان رسول، د باور کمزورتیا او د هېواد سیاسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستل ښودل شوي دي.

عبدالمتین قانع ویلي، چې رسنۍ دې مسلکي او اخلاقي معیارونه مراعات کړي او د جعلي، مغرضانه او بې‌ثباته خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي.

هغه ویلي، چې د دې ډول تبلیغاتو سره د «اسلامي امارت» هوډ کمزوری کېدای نه شي او دا ډول هڅې به هېڅ اغېزه ونه‌ کړي.

حمدالله فطرت:امریکا دې د بګرام پر ځای د دوحې هوکړې ته ژمنه پاتې شي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د بګرام په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر ناکامو تجربو د تکیې پر ځای باید عقلانیت او منطقي تګلارې وکارول شي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» د شرعي اصولو، متوازن او اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

اعلامیه زیاتوي، امریکا په دوحه کې ژمنه کړې چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې به له زور څخه کار نه اخلي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، نو له واشنګټنه غوښتل شوي چې پر همدې هوکړې ولاړ پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د اټومي تاسیساتو ارمانونه مې له منځه یوړل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران د اتومي تاسیساتو ارمانونه یې په یو بمبار کې له منځه وړي.

هغه د کورنراستون ښوونیز مرکز ته وینا کې وویل، د امریکا بی–۲ جنګي الوتکو د ایران پر ضد په عملیاتو کې ۳۷ ساعته الوتنه وکړه.

ټرمپ دا عملیات واقعاً حیرانوونکي وبلل او ادعا یې وکړه چې د امریکايي الوتکو ټول بمونه په نښه شويو ځایونو باندې ولګېدل.

برېټانیا؛نن ماښام د فلسطین دولت په رسمیت پېژني

0

د بریتانیا لومړی وزیر کی‌ر ستارمر، نن یکشنبه ماښام فلسطین د یو رسمي دولت په توګه پېژني.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې نوموړي تېره جولای ویلي و، که اسرائیل له غزې سره اوربند او د ستونزې د حل لپاره خپلواک دولتونه جوړ نه شي؛ نو دوی به فلسطین په رسمیت وپېژني.

بي‌بي‌سي دا پرېکړه د بریتانیا د بهرني سیاست لوی بدلون بللی؛ خو دا پرېکړه د اسرائیلي حکومت، د برمته شویو کسانو کورنیو او یو شمېر محافظه‌کارانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

په افغانستان کې د نوري فایبر قطع کیدل؛طالب وزیر حمدالله نعماني استعفاء کړې

حماسه میډیا ته یوې باوري سرچیني ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزیر حمدالله نعماني استعفا ورکړې.

د سرچیني په خبره، حمدالله نعماني د نوري فایبر د انټرنېټ د بندیدو په مسله کې د طالبانو مشر ته خپله استعفاء وړاندې کړې او له تیرې اونۍ دندې ته نه دی ستون شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله په امر د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړ او ویل کېږي چې دا چاره به ټولو ولایتونو کې ترسره شي.