دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 276

عتیق الله عزیزي:خبریالان د جنګیالیو په څېر په لومړۍ کرښه کې دي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیزي ویلي، خبریالان د جنګیالیو په څېر په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د طبیعي ناورینونو او کډوالو د ستونزو په راپورونو کې یې رول د ستاینې وړ دی.

نوموړي د خبریالانو د ملي غونډې په وینا کې ټینګار کړی، چې ژورنالېستان دې د ټولنې د ارزښتونو او حساسیتونو په پام کې نیولو سره خپل مسلک پر مخ یوسي.

عزیزي زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» مشرتابه د خبریالانو ملاتړ کوي او ځانونه د هغوی په خدمت کې بولي.

د طالبانو حکومت:تورخم لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، د تورخم لار نن سې‌شنبه د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ بېرته پرانیستل شوې ده.

یاده لار پرون د پاکستان د انټرنېټي ستونزې له امله تړل شوې وه او یوازې د هغو کډوالو او ټرانزیټ پرمخ خلاصه وه، چې له پاکستانه اېستل کېدل.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو او پرانیستل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو حکومت:تېره میاشت کې مو ۳۰ کوډګر نیولي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت خبر ورکړی چې تېره میاشت یې ۳۰ کوډګر نیولي دي.

دغه وزارت وايي، په همدې موده کې یې د ښځو د حقونو ۱۴۱ قضیې او ۱۰۸ شخړې حل کړې، ۱۶۷ اصلاحي غونډې یې جوړې کړې او ۱۵۱۰ رواني ناروغان یې سرې میاشتې ته ورپېژندلي دي.

یاد وزارت د شخړو د نوعیت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

یونېسف:د افغانستان راتلونکی د نجونو له زده‌کړو سره تړلی دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د افغانستان راتلونکی د نجونو زده‌کړو پورې تړلی دی او باید پر هغوی لګېدلي محدودیتونه لرې شي.

د دغه بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب مسؤله شیما سن ګوپټا په جلال‌اباد کې له یوه روزنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، له څلورو کلونو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، چې دا د دوی د هیلو د له منځه وړلو معنا لري.

هغې ټینګار کړی چې زده‌کړه کولای شي د نجونو په ژوند کې د جبري ودونو د مخنیوي او خوندیتوب په ګډون په ګڼو برخو کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ؛د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د غزې د حکومتولۍ پر سر غونډه کوي

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره په غزې کې د راتلونکې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له ټرمپ سره په کتنه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران شامل دي.

ویل کېږي، چې ټرمپ به په دې لیدنه کې د حماس له ګډون پرته د غزې د حکومتولۍ طرحه هم وړاندې کړي.

ټرمپ هیله ښودلې، چې یرغمل شوي ازاد او دایمي اوربند رامنځته شي.

هندوستان ټایمز:یو ۱۳ کلن افغان د الوتکې د ټایرونو پورتنۍ برخه کې هند ته خوندي سفر کړی

یو ۱۳ کلن افغان هلک د کام ایر هوايي شرکت د الوتکې د څرخونو په محفظه کې له کابله تر هنده پټ سفر کړی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه هلک چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د یک‌شنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۰ بجې د هند د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلی.

کارکوونکو هغه د الوتکې له ښکته کېدو وروسته موندلی او امنیتي چارواکو ته یې سپارلی دی.

یاد هلک بېرته هماغه ورځ کابل ته لېږدول شوی.

راپور زیاتوي، چې دغه ۹۴ دقیقې سفر کې هلک روغ پاتې شوی.

شاه محمود میاخېل:نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه هم طالبان تعادل ساتلی شي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان روان وضعیت ټول زیانمنوي.

ښاغلي میاخېل پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه طالبان کولای شي، چې سیاسي تعادل وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ستونزه یوازې د یوه مشروع او قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي، نه د نیابتي جګړو او سیالیو له لارې.

هغه طالبان د حکومتولۍ لپاره ناکام بللي او ویلي، چې د دوی تګلاره د داخلي او بهرني بحران لامل ګرځي.

ایران؛د پستې د حاصلاتو پر مهال د بې‌اسناده افغان کارګرو د نه ګومارنې خبرداری ورکړل شوی

د ایران د کرمان ولایت د قضایه قوې چارواکو د پستې د حاصلاتو د راټولولو د موسم له رارسېدو سره یوځای خبرداری ورکړی، چې هېڅوک نه‌شي کولای بې‌اسناده کارګر وګوماري.

که څه هم چارواکو په ښکاره ډول د افغانانو نوم نه دی اخیستی؛ خو په ایران کې تر ډېره بې‌اسناده کارګر افغان کډوال ګڼل کېږي.

کرمان د پستې د پراخو باغونو له امله پېژندل کېږي او د حاصلاتو پر مهال تر ډېره له افغان کارګرو کار اخیستل کېږي.

چارواکو ګواښ کړی چې د دغه پرېکړې سرغړونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او یوازې په درې میاشتو کې تر دوه میلیونه ډېر افغانان ستانه شوي دي.

بلجیم؛په روسلار ښار کې یو افغان د درې کسانو د وژنې په تور نیول شوی

د بلجیم پولیسو ویلي چې یو ۴۷ کلن افغان وګړی د خپلې پخوانۍ مېرمنې او دوو نورو کسانو د وژنې په تور نیول شوی دی.

چارواکو ویلي، دغه پېښه د هېواد لوېدیځ ته څېرمه د روسلار په ښار کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، لومړی د نوموړي ۴۳ کلنه پخوانۍ مېرمن په چړو وهل شوې او وروسته دوه نور کسان، چې عمرونه یې ۴۵ او ۶۷ کاله ښودل شوي، هم د هغه د برید ښکار شوي دي.

پولیسو ویلي، د وژنو د اصلي علت په اړه تر اوسه کره جزئیات نه دي څرګند شوي؛ خو ټینګار کوي چې نیول شوی کس مخکې هم د کورني تاوتریخوالي له امله د بند سزا تېره کړې وه.

امرالله صالح:د خیبر پښتونخوا وروستی برید د پاکستان د وېش پیل دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د خیبر پښتونخوا وروستی برید د پاکستان د وېش پیل دی.

نوموړي په ایکس لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک پر ملکي کورونو بمباري کړې او ۲۳ تنه یې وژلي دي.

صالح ویلي که دا پېښه په پنجاب کې شوې وای، د پاکستان رسنیو به توند غبرګون ښودلی وای.

هغه ټینګار کړی چې د قبایلي سیمو خلک تل د پاکستان د سیاست قرباني شوي او دا ډول کړنې د دغه هېواد د ټوټې کېدو نښه ده.