د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددې عکس په خپرولو سره ویلي:«دا هغه بې ګناه ملکیان او معتادین دي چې بیګا شپه په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې د (پاکستاني پوځي حلقې) په بمبار کې اکثره شهیدان شول.»
فضل الهادي مسلمیار:د پاکستان د وروستيو هوایي بریدونو ستر وحشت، ظلم او جبر په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی
د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار پر کابل د پاکستان د پوځي رژیم له لوري ترسره شوي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
نوموړي ویلي چې پاکستاني پوځ تېره شپه په کابل کې پر یوه ملکي روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې یې سلګونه بېګناه ناروغان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، دا ستر وحشت، ظلم او جبر په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
مسلمیار زیاته کړې چې هغه د شهیدانو له کورنیو سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا دعا کوي.
د ده په خبره، په جګړه کې د روغتونونو، ښوونځیو، عامه ځایونو او ملکي وګړو په نښه کول یو ستر جنایت او نه بښونکی جرم دی.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د ټولو بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
مسلمیار پر نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې د دې برید جدي پلټنه وکړي او د پاکستان پوځي رژیم د نړیوالې محکمې پر وړاندې حساب ورکوونکی کړي.
زلمی خلیلزاد:د طالبانو حکومت دې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې له احتیاط او هوښیارۍ کار واخلي
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل کې د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه اندېښمنوونکي بللي او د ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو پېښه یې غندلې ده.
نوموړي ویلي چې د بېګناه افغانانو وژل کېدل د ژورې اندېښنې وړ دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دا عمل په کلکه وغندي او د قربانیانو لپاره عاجلې بشري مرستې برابرې کړي.
خلیلزاد همداراز هیله څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت باید د دې بریدونو په غبرګون کې له احتیاط او هوښیارۍ کار واخلي.
هغه زیاته کړې چې ډېر باوجدانه پاکستانیان به هم د خپلې پوځي رهبرۍ د دغو “غیر انساني پرېکړو” پر وړاندې ناخوښ وي، ځکه دا پرېکړې د افغان ملکي وګړو د وژنې او ټپي کېدو سبب شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان وروستي بدلونونه ښيي چې پوځي مشرتابه او ورسره تړلی حکومت د خلکو نظرونو ته چندان اهمیت نه ورکوي.
بلخوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې اوس له اسلاماباد سره د ډيپلوماسۍ او خبرو وخت نهدی او دوی به ددغه بریدونو غچ واخلي.
منظور پښتین پر کابل د پاکستان برید ته په غبرګون:د ملي مشورې او قیام له لارې د ملت یووالی د دښمن په زیان تمامېدلی شي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان هوايي برید په کلکو ټکو غندلی دی.
نوموړي دا برید یو لوی انساني جنایت بللی او ویلي یې دي چې پکې سلګونه بېګناه ملکي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
پښتین زیاته کړې چې د دې دردونکې پېښې پر وړاندې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ به د نړۍ هر ګوټ ته د قربانیانو غږ ورسوي.
هغه همداراز ویلي چې د پاکستان ځینې علماوو په هر دور کې د کابل د ورانولو فتوې ورکړې دي او اوس باید لږ تر لږه د بېګناه وګړو او په روغتون کې د پرتو مریضانو له ټوټه ټوټه جسدونو څخه حیا وکړي.
پښتین ټینګار کړی چې په سیمه کې د استعماري قوتونو ظلمونه ورځ تر بلې زیاتېږي او د ملي مشورې او ملي قیام له لارې د ملت یووالی کولی شي د خلکو په ګټه او د دښمن پر زیان تمام شي.
ایمل فیضي:سارا ادمز د پاکستاني پوځ د دریځونو د ملاتړ له امله د پاکستان د لوړو دولتي مډالونو مستحقه ده
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي د امريکا د مرکزي استخباراتو پر پخوانۍ مامورې سارا ادمز نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې هغه د پاکستان د پوځ له دریځونو سره سمې څرګندونې کوي.
ښاغلي فیضي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ده په باور، د پاکستان له لوري خپرېدونکي رسمي پیغامونه عموماً د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو ادارې له لوري چمتو او ارزول کېږي.
هغه په طنزي ډول ویلي چې سارا ادمز د پاکستاني پوځ د دریځونو د ملاتړ له امله آن د پاکستان د لوړو دولتي مډالونو مستحقه ده.
نوموړي دا هم زیاته کړې چې د ده په اند یادې مامورې خپل اعتبار ډېر پخوا د پاکستان د پوځ د دریځونو د ملاتړ لپاره قرباني کړی دی.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ:د کابل پر روغتیایي مرکز د پاکستان هوایي برید د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) د پاکستاني پوځ لخوا پر پلازمېنه کابل کې د معتادینو د درملنې یو روغتون بمبار په کلکو ټکو غندلی.
یاد بنسټ ویلي، دغه برید، چې ګڼ شمیر ناروغان یې ووژل، د هغو خلکو پر ژوند برید ګڼل کېږي چې یوازې د درملنې، عزت او د ژوند د بیا جوړولو لپاره یې مرسته غوښتې وه.
د بنسټ له نظره، د درملنې، رغونې او بشردوستانه مراکزو هدف ګرځول په هیڅ جګړه یا امنیتي عملیاتو کې د منلو وړ نه دي.
د بشري حقونو دغه نړیوال بنسټ له ټولو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د پېښې د جدي پلټنې لپاره یوه خپلواکه نړیواله کمیټه جوړه شي، د برید په مسؤلینو قانوني حساب وشي، د روغتیایي او رغونې مرکزونو د خوندي ساتلو فوری تدابیر ونیول شي.
د بنسټ په وینا، پر روغتیایي مرکزونو برید د نړیوال بشردوستانه قانون او بشري حقونو بنسټیز اصول تر پښو لاندې کوي، او نړۍ باید په داسې حالاتو کې چوپ پاتې نه شي.
رحمت الله نبیل؛د طالبانو حکومت ته په پاکستان کې د مهمو اهدافو د نښه کولو لپاره کورډینات ورکړل
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د کابل د وروستیو بمباریو وروسته د پاکستان دننه د یو شمېر مهمو تأسیساتو نومونه او جغرافیایي کورډیناتونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې که د غچ اخیستو ریښتینې اراده موجوده وي، دغه ځایونه د مشروع هدفونو په توګه یادېدای شي.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغه برید چې د پاکستان له لوري په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز شوی او په کې ګڼ ملکي کسان وژل شوي، د افغانستان د خلکو لپاره د شرم یو داغ بلل کېږي چې د تاریخ له حافظې به پاک نه شي.
د ده په وینا، د ناروغانو او بېوسه انسانانو په نښه کول نه امنیتي عملیات بلل کېدای شي او نه هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه.
د نوموړي په خبره، هیڅ هېواد د ملکي وګړو په وژلو امنیت نه شي تر لاسه کولای او دا ډول کړنې یوازې کرکه، بېباوري او بېثباتي لا ژوروي.
نبیل د خپل دریځ د وضاحت لپاره د پاکستان دننه د انرژۍ او سون توکو د څو مهمو تأسیساتو کورډیناتونه هم یاد کړي، چې د هغه په وینا د افغانستان له خاورې سره نږدې موقعیت لري.
د دغو ځایونو له ډلې څخه د محمودکوټ د PARCO د تېلو ترمینل، د شکرپور د تېلو زېرمتون، د اُچ د ګاز د پروسس فابریکه، د لورالای د سون توکو زېرمتون او د کوهاټ د LPG ترمینل یاد شوي دي.
د رحمت الله نبیل لخوا د طالبانو حکومت ته وړاندې شوي کورډینات:
“PARCO د تېلو ترمینل – محمودکوټ
30.206° شمالي عرض البلد
70.956° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۴۵۰–۵۰۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: کندهار، هلمند
د شکرپور د تېلو زېرمتون (Oil Depot)
27.955° شمالي عرض البلد
68.638° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۳۰۰–۳۵۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: نیمروز، هلمند
د اُچ د ګاز د پروسس او LPG فابریکه
28.300° شمالي عرض البلد
69.850° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۲۵۰–۳۰۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: کندهار، هلمند
د لورالای د سون توکو زېرمتون (Fuel Depot)
30.370° شمالي عرض البلد
68.600° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۱۲۰–۱۵۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: پکتیکا، زابل
د کوهاټ د LPG د زېرمتون ترمینل
33.580° شمالي عرض البلد
71.440° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۱۵۰–۱۸۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: خوست، پکتیا.”
فضل محمود فضلي:پاکستان به د خپل بزدلانه بریدونو او بې پروا سیاست درنه بیه ورکړي
د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، پر افغان خاوره د پاکستان روان ناقانونه، بزدلانه او وحشیانه هوايي بریدونه هېڅکله د ټي ټي پي پر ضد نه وو او نه هم دي، بلکې اصلي موخه یې د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې بېثباته کول دي، څو اسلاماباد وکولای شي خپله ستراتیژیکه برلاسي وساتي.
ښاغلي فضلي ویلي: «حقیقت دا دی چې پاکستان هېڅکله تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ټيټيپي پر وړاندې اقدام نه دی کړی، نو لا په افغانستان کې به یې څنګه وکړي؟!»
نوموړي زیاته کړې چې پاکستان د خپل بادار په ګټه دغه ډول خطرناکه لوبه پر مخ وړي، خو اوس چې د پاکستان ملاتړی په خلیج فارس کې له وارخطایۍ سره مخ شوی، نو امکان شته چې اسلاماباد د دې بېپروا سیاست درنه بیه ورکړي.
د هغه په وینا، افغانستان که څه هم د لسیزو جګړو او سختیو سره مخ شوی، خو د یوه ملت په توګه به تل پاتې وي، خو دا حقیقت د پاکستان لپاره صدق نکوي.
راشد خان:د ملکي کورونو او روغتیايي بنسټونو په نښه کول ستر جنګي جنایت دی
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په کابل د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي.
نوموړي ویلي چې د ملکي کورونو، تعلیمي موسسو او روغتیايي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، یو ستر جنګي جنایت دی.
د هغه په وینا، د بې ګناه انسانانو ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشت کې، یو زړه بوږنوونکی عمل دی او دا ډول پېښې به یوازې د نفاق او کرکې اور نور هم بل کړي.
راشد خان له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري حقونو ادارو غوښتي چې د دې پېښې بشپړه او شفافه څېړنه وکړي او له عاملینو یې حساب وغواړي.
هغه زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د خپل ولس تر څنګ ولاړ دی او د دې لوی غم درد له خپل ملت سره شریکوي.
نوموړي د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس دعا کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
راشد خان باور څرګند کړی چې دا زخمونه به ټکور شي او افغانان به بیا د یو ملت په توګه راپورته شي، ځکه د ده په وینا د افغانستان تاریخ د ولس د بیا راپاڅېدو شاهد دی.
حمدالله فطرت:د معتادینو پر روغتون د پاکستاني پوځ د برید له امله تر دې مهاله ۴۰۰جسدونه او ۶۵۰ ټپیان راویستل شوي
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت راپور ورکړی، چې د پاکستاني پوځ لخوا د کابل ښار د امید په نوم د معتادینو د درملنې پر ۲زره بستریز روغتون د بمبارد له امله تر دې دمه ۶۵۰کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
نوموړي ویلي، چې د پېښې له امله روغتون په بشپړ ډول له منځه تللی او تر دې مهاله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د ژغورنې ټیمونه لا هم د اور د مهارولو او د پاتې کسانو د جسدونو د راویستلو په حال کې دي.

