جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 26

ولکر ترک:د کابل د برید عاملین باید عدالت ته وسپارل شي او د پېښې قربانیانو ته تاوان ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د پاکستاني پوځ لخوا کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز کې د تېرې شپې برید په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا پېښه باید ژر په خپلواکه او شفافه توګه وڅېړل شي.

نوموړي ویلي، هغه برید چې راپورونه ښيي لسګونه ناروغان یې وژلي، باید عاملین یې د نړیوالو معیارونو له مخې حساب ورکړي او د پلټنو پایلې باید له خلکو سره شریکې شي.

همداراز، ټینګار شوی چې قربانیان او د هغوی کورنۍ د تاوان اخیستو حق لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه دفتر یادونه کړې چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په کلکه خوندي دي او د جګړې قوانین ټینګار کوي چې هر ډول برید باید د تفکیک، تناسب او احتیاطي تدابیرو له اصولو سره سم ترسره شي، او طبي مرکزونه ځانګړې او لا زیاتې ساتنې ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي چې د تېرې میاشتې له پای راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته، ۲۸۹ افغان ملکي وګړي، چې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي یا ټپیان دي.

سربېره پر دې، لسګونه زره کسان، په ځانګړي ډول د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ کې، بې‌ځایه شوي دي.

شاه محمود میاخېل:د ملګرو ملتونو یو ټیم باید ژر تر ژره د روږدو روغتون ته واستول شي، څو د پېښې کره جزیات روښانه کړي

جمهوري حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې د یوناما له خوا د خواخوږۍ او د نړیوال قانون پر درناوي ټینګار یو مثبت ګام دی، خو دا کافي نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې باید د دې پېښې په اړه یوه خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره شي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو یو ټیم باید ژر تر ژره د پېښې ځای ته واستول شي، څو د پېښې کره جزیات ثبت او روښانه شي.

میاخېل زیاته کړې چې د پېښې ځای معلوم دی، چې د یوناما دفتر ته نږدې د پلچرخي په سیمه کې موقعیت لري، او د حقیقت موندنې لپاره پر ځای ارزونه ډېره اړینه ده، څو حساب ورکونه یقیني شي.

عبدالرب رسول سیاف:له طالبانو سره مخالف یم؛ خو د پاکستان بریدونه غندم

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي چې که څه هم هغه له طالبانو سره مخالف دی، خو له خپل وطن، ولس او انسانیت سره هېڅکله مخالفت نه لري.

نوموړي په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز د پاکستان د بمبار په کلکو ټکو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د طالبانو پر ضد نه، بلکې د افغانستان د ملت او د انسانیت پر ضد عمل دی.

سیاف زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د اسلامي ارزښتونو او انساني مروت خلاف دي، او هغه دا پېښه د یو مسلمان، افغان او انسان په توګه په کلکه غندي.

هغه همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې که له ولس سره یووالی او تفاهم موجود وای، هېچا به د دې خاورې د بې‌احترامۍ جرأت نه درلود.

محسن داوړ:د کابل د روږدو پر مرکز بمباري لوی جنایت دی

د پاکستان د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

هغه ویلي چې دا پېښه جنایت دی او د سختې غندنې وړ دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

داوړ ټینګار کړی چې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» تر نوم لاندې دا ډول کړنې توجیه کېدای نه شي.

محسن داوړ زیاته کړې چې هغه کسان چې د دې ډول عملونو دفاع کوي، باید په یاد ولري چې هر عمل پایله لري او بالاخره بېرته اغېز کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:افغانستان او پاکستان دې ژر اوربند وکړي او د شخړې پر مهال دې د چینایي وګړو امنیت ته جدي پام وکړي

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، افغانستان او پاکستان داسې ګاونډیان دي چې له یو بل څخه جلا کېدای نه شي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبرې اترې او مذاکره ده.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید له زغم څخه کار واخلي، وضعیت لا پسې تود نه کړي او ژر تر ژره مخامخ خبرو ته کېني.

نوموړي زیاته کړه چې باید سمدستي اوربند وشي او اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

د چین په وینا، بیجینګ له دواړو هېوادونو غوښتي چې د چیني وګړو، پروژو او بنسټونو امنیت خوندي کړي.

چین دا هم ویلي چې د خپلو ځانګړو لارو له لارې به د کړکېچ د کمولو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره رغنده رول ته دوام ورکړي.

افراسیاب خټک:کابل کې د روږدو پر روغتون برید قتل عام دی

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، چې په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان هوایي برید یو قتل عام دی.

نوموړي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې د روږدو مرکز کې د ناروغانو وژل د سختې غندنې وړ عمل دی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د روغتونونو هدف ګرځول هر ځای کې جرم ګڼل کېږي او د نړیوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.

افراسیاب خټک همداراز ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه اوس د نسل وژنې لپاره پټ نوم ګرځېدلی او باید د نړیوالې ټولنې پام دې خوا ته واړول شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت:په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان هوايي برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون شوی هوايي برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تېری بلل کېږي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.

هند ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د دې پېښې عاملین حساب ته راکاږي او د ملکي وګړو پر وړاندې د ورته پېښو مخه ونیسي.

همداراز، هند د ټپیانو د درملنې او د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او په پای کې یې له افغانستان سره خپل بشپړ ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړی دی.

تمیم عاصي:تر څو چې جګړه د پاکستان د جګړه پالو تر کورونو ونه رسېږي، د بریدونو د دریدو تمه غلطه ده

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې یوازې بیانیې، اعلامیې او د غچ اخیستنې روایتونه د سلګونو وژل شویو کسانو د وینو بدل نه شي اخیستلای او نه هم د پاکستان بریدونه درولای شي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې په محاسباتو کې بدلون د پوځي بازدارندګۍ له رامنځته کولو پرته ممکن نه دی، او که رښتینی بدلون غوښتل کېږي، نو باید عملي پوځي اقدامات ترسره شي.

تمیم عاصي وړاندیز کړی چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پوځ او پولیسو ټولې پوځي اډې او امنیتي پوستې باید په هدف بدلې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د پاکستان دننه د هدفونو بانک باید د دغه هېواد مهمو بنسټیزو او حیاتي زېربناوو ته هم وغځول شي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان د هوايي ځواک پوځي پیلوټان هم باید مشروع پوځي هدفونه وګرځول شي او باید داسې وضعیت رامنځته شي چې هیڅ پوځي پیلوټ د امنیت احساس ونه کړي.

تمیم عاصي زیاتوي، تر هغه چې جګړه د جګړه‌پالو تر کورونو او کورنیو پورې ونه رسېږي، د بریدونو د درېدلو تمه نه شي کېدای.

عمر زاخېلوال:په کابل د پاکستان وروستي هوايي بریدونه له وحشته ډک عمل دی

د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال په ننګرهار او کابل کې پر یو روغتون د پاکستان له لوري د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او دا یې یو وحشیانه او د غندنې وړ عمل بللی دی.

نوموړي ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه بې‌ګناه ناروغان شهیدان شوي دي.

د هغه په وینا، پر ملکي سیمو او روغتیايي مرکزونو دا ډول بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د منل شویو نړیوالو قوانینو بربنډ نقض دی.

عمر زاخېلوال ټینګار کړی چې دا ډول د کرکې ډک او زورزیاتی بریدونه نه شي کولای د پاکستان د امنیتي ستونزو او ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي، بلکې برعکس به د سیمې لپاره د لا ژورو ناامنیو او تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شي.

ذبیح الله مجاهد:دا هغه بې ګناه معتادین دي چې بیګا شپه د “پاکستاني پوځي حلقې“ په بمبار کې اکثره شهیدان شول

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددې عکس په خپرولو سره ویلي:«‏دا هغه بې ګناه ملکیان او معتادین دي چې بیګا شپه په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې د (پاکستاني پوځي حلقې) په بمبار کې اکثره شهیدان شول.»