واشنګټن پوسټ په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې طالبان د افغانستان د واک تر بیا نیولو څلور کاله وروسته هم نه دي توانېدلي د امریکا او ناټو له پخوانیو پوځي اډو څخه پراخ او اغېزناکه استفاده وکړي.
د راپور له مخې، که څه هم طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته اعلان کړی و چې دا اډې به د دوی د پوځ د مرکزونو او ځانګړو اقتصادي زونونو په توګه کارول کېږي، خو د سپوږمکۍ انځورونه، پرانیستي معلومات او د سیمهییزو چارواکو څرګندونې ښيي چې دا تاسیسات تر ډېره بېګټې پاتې دي او یوازې محدود پوځي کارونه پکې کېږي.
واشنګټن پوسټ لیکي، طالبان د بګرام هوايي اډې په ګډون د مهمو پخوانیو امریکايي تاسیساتو د ساتنې لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو د دغو اډو ډېری درنې وسلې او الوتکې یا تخنیکي ستونزې لري او یا هم د کار وړ نه دي.
د بالیووډ پیژندل شوي ستوري سلمان خان ویلي چې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې یې د باندې رسټورانټ کې ډوډۍ نه ده خوړلې.
د هند رسنیو له راپور سره سم، هغه د جده د ریډ سي فیسټیوال په یوه مرکه کې وویل چې زما ټوله ژوند د کار او سفر ترمنځ تېرېږي.
سلمان خان زیاته کړه: «۲۵–۲۶ کاله شول چې زه د کور نه بهر ډوډۍ خوړلو ته نه یم تللی. له کوره کار ته، له کاره کور ته، له کوره هوايي ډګر ته، له هوايي ډګر هوټل ته، او بیا له هغه ځایه جده ته راغلم، او بېرته به خپل شوټینګ ته ستنېږم. همدا ده زما ژوند.»