جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 244

ترکمنستان؛د بلخ زلزله‌ځپلو لپاره د ۳۴ میلیونه افغانیو مرسته د طالبانو حکومت ته وسپارله

په بلخ کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې د دوی چارواکو ته سپارلې دي.

دا مرستې په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رئیس رجب بازاروف او د مزارشریف قونسل بازار بای کعبه‌یوف له لوري د بلخ د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او نورو طالب چارواکو ته ورکړل شوې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، په مرستو کې خوراکي توکي، درمل، جامې او ساختماني مواد شامل دي.

دا مرسته په داسې حال کې ورکړل شوې چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان کې زورورې زلزلې نږدې ۳۰ کسان وژلي او له ۷۰۰ ډېری یې ټپیان کړي وو.

په افغان کرېکټ د بندیز غوښتونکې؛د کرېکټ له خان غوښتي چې د ښځو حقونو ته کار وکړي

د افغان کرېکټ سر سختې منتقدې ګلچهرې نعیم پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د راشد خان له لوري یې د «خان فاونډېشن» پرانېسته کې ګډون کړی.

هغې ویلي، چې د پروګرام په څنډه کې یې له راشد خان غوښتي چې د ورزش له لارې د ښځو حقونو ته کار وکړي.

نوموړې د راشد له لوري د خیریه بنسټ جوړول نیک کار ګڼلی.

تر دې وړاندې هغې پر راشد خان او د کرېکټ پر نورو لوبغاړو توندې نیوکې کولې او افغان کرېکټ ملي لوبډله یې د سراج الدین حقاني لوبډله یادوله.

زلمی خلیلزاد:اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي، ایا دیموکراسۍ او قانون ته ژمن پاتې کېږي که نه.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د طالبانو حکومت تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان وروستي مذاکرات په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.

هغه په خپل دریځ کې ټینګار کړی چې د سیمې راتلونکی د هغه لوري په انتخاب پورې تړاو لري چې پاکستان یې غوره کوي، او دا پرېکړه د سیاسي ثبات او سیمه‌ییز امنیت لپاره خورا مهمه ده.

د هند د دفاع وزیر:که اسلام آباد غواړي ستونزه حل کړي کابل سره دې خبرې وکړي

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید یوازې د خبرو له لارې حل شي او هند به د دواړو هېوادونو په کړکېچ کې مداخله ونه کړي.

سینګ د رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د هند بهرنی سیاست د سولې او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ دی او دغه هېواد د شخړو د لمسولو یا لمن وهلو اراده نه لري.

هغه زیاته کړې چې «که څوک هند ته ګواښ وکړي، دفاع به یې وکړي، خو هند د شخړې د رامنځته کولو پالیسي نه لري.»

هغه د کابل او اسلام‌اباد د وروستیو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې ښکېل هېوادونه باید د مذاکراتو له لارې خپل اختلافات حل کړي، او هند د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:په هرات کې مو ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هرات ولایت کې یې نږدې ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي سوځولي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې سوځولو کې تریاک، هیروین، شیشه، چرس، نشه‌يي ټابلیټونه، زرګونه لیټره الکولي مشروبات او لسګونه زره کیلوګرامه اړوند کیمیاوي مواد شامل وو.

وزارت د دې توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو څار اداره وايي، سږکال د کوکنارو کر شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو په ځانګړي ډول د مېتامفټامین (شیشه) تولید او قاچاق په چټکۍ زیات شوی دی.

اسلامي پراختیايي بانک؛په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۰۰ بستریز روغتون جوړوي

اسلامي پراختیايي بانک اعلان کړی چې په کابل کې به د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت یو ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، دغه روغتون به په ځانګړي ډول د زړه او سینې د ناروغیو درملنه د هېواد دننه په مناسب لګښت برابره کړي او ترڅنګ به د تخصصي زده کړو لپاره هم مهم مرکز وي.

د پروژې د سروې، نقشې او ډیزاین چارې د ماليې وزارت، اسلامي پراختیايي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو ادارو له لوري پيل شوي او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

اصف درانی:د کابل–اسلام‌اباد کړکېچ د دوامدارو خبرو له لارې حلېږي، نه د خبرو په بندېدو

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دوراني ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې یوازې د دوامدارو خبرو او متقابل تفاهم له لارې حل کېدای شي.

نوموړي په یوه تازه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی چې دواړه ګاونډیان باید د خبرو دروازې هېڅکله بندې نه کړي، ځکه د مذاکراتو ځنډ د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د ګټې امکان ورکوي.

د دوراني په وینا، تاریخ ښيي چې د خبرو د مخنیوي پر ځای د خبرو دوام ستونزې کموي، او د اړیکو دوام اهمیت لري.

هغه زیاتوي چې د دايمي خبرو لړۍ د ثبات او امنیت لپاره مهمه ده، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ کړکېچونه لا هم بې‌پایلې پاتې دي.

د کرښې جګړې او ناکامې خبرې؛د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي حالت ته رسېدلي

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کرښه نښتو او هوایي حریم پرنقض تازه جنجالونه رامنځته شوي، د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د دواړو هېوادونو د سولې خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

د طالبانو حکومت پاکستان تورن کړی چې “بې‌مسؤلیته او غیرهمکارانه چلند” یې وکړ، خو اسلام‌اباد وايي طالبان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبرو تر ناکامۍ وروسته ویلي “د پاکستان لوری نه‌دی توانېدلی چې واقعي او عملي وړاندیزونه وړاندې کړي. هغوی هڅه کوله چې د خپلو امنیتي ناکامیو ټول مسؤلیت پر افغانستان واچوي.”

ده زیاته کړې چې د اسلام‌اباد “غیرهمکارانه چلند” د خبرو د ناکامۍ لامل شو او “هیڅ پایله ترې و نه‌ وته.”

مجاهد ټینګار کړی چې طالبان به هېچا ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي، خو زیاته کړې یې ده چې کابل به “د هر ډول تېري پر وړاندې کلکه دفاع وکړي.”

بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ هم ویلي: “اسلام‌اباد به د طالبانو د حکومت هغه اقدامات ونه‌مني چې د افغان ولس یا ګاونډیو هېوادونو په ګټه نه وي.”

پاکستان وایي چې د طالبانو حکومت د دوحې د ۲۰۲۱ تړون ژمنې نه دي عملي کړي، او د “ترهګرۍ پر ضد مبارزه” کې یې جدي اقدام نه‌دی کړی.

د اسلام‌اباد په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغان خاوره د پاکستاني طالبانو (TTP) د فعالیت لپاره کارېږي. هغه ډله چې په پاکستان کې یې لسګونه بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اکتوبر له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې ۵۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په مقابل کې، د پاکستان پوځ ویلي چې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د خبرو منځګړي، قطر او ترکیې هڅه وکړه چې دواړه خواوې یوې ګډې اجنډا ته راولي، خو د سرچینو په وینا، د اعتماد د نشتوالي له امله خبرې ګډوډې شوې.

اسلام‌اباد بیا ویلي چې له منځګړیو سره اړیکې ساتي او د “خپلو خلکو او خپل حاکمیت د ساتنې لپاره ټول ضروري ګامونه” پورته کوي.

بل خوا سیاسي شنونکي وايي د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د کرښې پوځي موضوع نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد ژور بحران، استخباراتي رقابت، او د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ اختلافات د سولې خنډ ګرځېدلي دي.

د هغوی په وینا، که د خبرو نوې پړاو ونه‌پیلېږي، د ژمي له رارسېدو سره ښایي جګړه نوره هم پراخه شي او دواړه خواوې به سیاسي او اقتصادي زیانونه وګالي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د سولې دروازه لا هم نه‌ده تړل شوې، او ټینګار کوي چې “د هېواد د حاکمیت، خپلواکۍ او امنیت دفاع” به د دوی لومړیتوب وي.

فضل محمود فضلي:د ټولګډونه حکومت غوښتنه د شخصي او لنډ مهاله ګټو لپاره مطرح کیږي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل‌محمود فضلي ويلي چې په واک کې د يو شمېر افرادو يا ډلو شريکول او ورته څوکۍ ورکول نه يوازې د واک مشروعيت تضمينولای شي، بلکې د هېواد د بومي او ولسي سياسي بهیرونو پر وړاندې خنډ هم جوړېدی شي.

ښاغلي فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه کسان چې د «ټولګډونه حکومت» يا د بل هر نوم لاندې د داسې حکومتي جوړښت طرحه او په نړيوالو کنفرانسونو کې يې توجيه کوي، په اصل کې همدا موضوع د خپلو شخصي او ډله‌ییزو لنډمهاله ګټو لپاره مطرح کوي.

هغه ویلي چې دا ډول سياسي فعالان د اساسي قانون په چوکاټ کې د هېواد د دوامداره سیاسي او قانوني ثبات ملاتړي نه دي.

فضلي ټينګار کړی چې ځينې خلک د څوکۍ د لاسته راوړلو په موخه د «سياسي زلزلو» د رامنځته کېدو هيلې هم کوي او نور بیا د راولپنډۍ د ګارنیزیون قوماندانانو ته نږدې کېږي؛ مقصد يې دا دی چې د بې‌ثباتۍ، چاودنو او ورانیو له لارې په واک کې د ګډون لاره خلاصه شي.

هغه دا هڅې مردوده وبللې او ويي‌ویل چې دا لارې د ولسي سياست ضد او پردۍ نسخې دي او په نتيجه کې د اوسني غيرمشروع حاکمیت د دوام مرسته کوي.

ذبیح الله مجاهد:د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ ستونزه د «اسلامي امارت» له واکمنۍ مخکې هم روانه وه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ ستونزه نوې نه ده او د «اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل وروسته نه ده رامنځته شوې، بلکې د ۲۰۰۲ کال راهیسې روانه ده.

مجاهد زیاته کړې چې «اسلامي امارت» هڅه کړې وه چې ټي‌ټي‌پي له پاکستان سره مستقیمو خبرو ته کېنوي، او دا پروسه تر ډېره بریده بریالۍ وه؛ خو د پاکستان پوځ د خبرو پر لاره خنډونه جوړ کړل.

هغه ټینګار کړی چې په پاکستاني پوځ کې داسې کړۍ شته چې په افغانستان کې د خپلواک حاکمیت د پیاوړتیا په ګټه نه دي او غواړي خپل نفوذ وساتي.