جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 24

رویټرز:کابل کې په هوايي برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي

د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د یوناما ځینو سرچینو ویلي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د شوي هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه شمېر د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وړاندې شوی او کېدای شي بدلون ومومي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت ویلي وه چې په همدې برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۲۵۰ زیات نور ټپیان دي.

د اسراییل دفاع وزیر:د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب تهران کې وژل شوی

0

د اسرائیل دفاع وزیر، یسراییل کاتز ادعا کړې چې د ایران د استخباراتو وزیر، اسماعیل خطیب د سه‌شنبې په ماښام په تهران کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د ایران په پلازمېنه کې ترسره شوي چې پکې خطیب هم په نښه شوی و.

اسماعیل خطیب له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې د ایران د استخباراتو وزیر په توګه دنده ترسره کوله او د دغه هېواد په امنیتي جوړښت کې مهم مقام درلود.

تر اوسه د ایران رسمي سرچینو د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ضمیر کابلوف:که افغانستان او پاکستان وغواړي، روسیه چمتو ده چې د منځګړیتوب رول ولوبوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو شخړو په اړه اندېښمن دی.

ټاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې روسیه د شخړو د ژر تر ژره کمولو ملاتړ کوي او باور لري چې دا کړکېچ باید د سیاسي خبرو او د تفاهم پر بنسټ حل شي.

هغه ویلي چې اصلي هدف یې د دښمنۍ د کمولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل لپاره د شرایطو برابرول دي.

کابلوف زیاته کړې چې روسیه چمتو ده د منځګړیتوب رول ولوبوي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې په رسمي توګه په یو وخت کې دا غوښتنه وکړي.

هغه ویلي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري کوم رسمي غوښتنلیک نه دی ترلاسه شوی.

ضمیر کابلوف همدارنګه څرګنده کړې چې نه غواړي د دواړو خواوو د موافقې پرته په یوه اړخیز ډول مداخله وکړي.

امیرخان متقي:د پاکستاني رژیم بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د بشري اصولو ښکاره نقض دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، په یوې آنلاین غونډه کې بهر کې د طالبانو حکومت له سفارتونو او قونسلګریو سره خبرې کړې.

په غونډه کې، متقي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري وروستۍ پېښې بیان کړې او په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون ترسره شوی ظالمانه برید یې په کلکو ټکو غندلی.

نوموړي دغه برید د بشري اصولو ښکاره نقض بللی او یادونه یې کړې چې په پېښه کې سلګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر استازو ته لارښوونه کړې چې د «اسلامي امارت» موقف، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په اړه نړیوالو اړخونو ته معلومات ورسوي.

عراق؛بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې چاودنې شوې

0

د فرانسې خبري اژانس او رویټرز د راپورونو له مخې، د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه ښيي چې دغه پېښه د چهارشنبې په سهار رامنځته شوې، او امنیتي سرچینو او د رسنیو خبریالانو هم د څو پرله‌پسې چاودنو تائید کړی دی.

یاد سفارت د بغداد په “شنه زون” کې موقعیت لري، چې دا سیمه د دیپلوماتیکو مرکزونو او نړیوالو ادارو له مهمو ساحو څخه ګڼل کېږي.

د امریکا سفارت تر دې مخکې هم څو ځله د ورته بریدونو هدف ګرځېدلی، او وروستۍ پېښه ښيي چې امنیتي ګواښونه لا هم دوام لري.

سهیل شاهین:پاکستان اوس د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي لارې ته مخه کړې

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین ویلي چې له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره پراخې هڅې ترسره شوې، خو تر اوسه یې کومه اغېزمنه پایله نه ده ورکړې.

شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې څرګنده کړې چې اسلام‌اباد اوس د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي لارې ته مخه کړې؛ خو په وینا یې، د دې تګلارې ځواب هم ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان څخه دا تمه لري چې د خپل هېواد په کچه د ټولو ناامنیو مخه ونیسي؛ خو دا غوښتنه یې غیر واقعي بللې او ویلي چې هېڅ هېواد دا ډول بشپړ تضمین نه شي ورکولای.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کولی شي پاکستان ته دا ډاډ ورکړي چې د افغان خاورې څخه به د هغه هېواد پر ضد کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.

عبدالرحیم راشد:خلک دې د میاشتې د لیدلو لپاره خپلو سیمو کې هڅه وکړي

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د عامه اړیکو رییس، عبدالرحیم راشد ویلي چې د میاشتې د لیدلو مرکزي پلاوي له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په خپلو سیمو کې د میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.

هغه ویلي، که څوک میاشت وویني، کولای شي د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال پلاوي ته ورشي ترڅو د شاهدۍ معلومات وړاندې کړي.

د راشد په وینا، د ورکړل شوې شاهدي ارزونه به د شرعي اصولو پر اساس وشي او وروسته به مرکزي پلاوي ته وړاندې شي.

نوموړي ټینګار کړی چې وروستی او رسمي اعلان د میاشتې د لیدلو په اړه به یوازې د رؤیت هلال مرکزي پلاوي له لوري خپور شي.

جهانوي کپور د کابل برید په غبرګون کې:نړیوال قوانین او انسانیت چېرته دي؟

د بالیووډ ځوانې اداکارې جهانوي کپور په کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستان د شوي هوايي برید په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا پېښه یې د انسانیت پر ضد بللې ده.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه برید د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره شوی، چې له امله یې ناروغان، ماشومان او نور ملکي وګړي سخت زیانمن شوي دي.

هغې دا هم ویلي چې په څو شیبو کې ګڼو بې‌ګناه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

جهانوي کپور د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویلي:«نړیوال قوانین اوس چېرته دي؟ انسانیت اوس چېرته دی؟»

کپور ټینګار کړی چې دا ډول پېښې باید جدي وڅېړل شي.

هغې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پېښې انځورونه هم شریک کړي، چې پکې د اور لمبې او د ویجاړې شوې ودانۍ صحنې ښکاري.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتانني هریش هم ویلي چې د پاکستان پوځي ځواکونو په کابل کې د هوايي بریدونو پر مهال ملکي وګړي په نښه کړي او دا یې “قتل عام” بللی دی.

ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی:پاکستان په کابل کې د ملکي وګړو قتل عام کړی او د ملګرو ملتونو منشور یې نقض کړی

ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتانني هریش ویلي چې د پاکستان پوځي ځواکونو په کابل کې د هوايي بریدونو پر مهال ملکي وګړي په نښه کړي او دا یې “قتل عام” بللی دی.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو منشور ښکاره نقض ګڼل کېږي او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د هریش په وینا، په یادو بریدونو کې بې‌ګناه خلک او هغه کسان هم زیانمن شوي چې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې مېشت وو.

د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم کابل کې د روږدو پر روغتون بمبار وکړ چې په پایله کې تر څلور سوو زیات کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

حامد کرزی:پاکستان تل یو کمزوری افغانستان غواړي او د خپلې ترهګرۍ تور په افغانستان اړوي

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ښو اړیکو د جوړولو لپاره شاوخوا شل ځله پاکستان ته سفرونه کړي؛ خو په خبره یې، اسلام‌اباد بیا هم له کابل سره ستونزې جوړوي.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان تل هڅه کوي افغانستان کمزوری وساتي او په خپله تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ کوي.

هغه د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره په سوله‌ییز ډول تعامل وکړي.

نوموړي همداراز تور پورې کړ چې پاکستان خپله ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي او بیا یې پړه پر افغانستان اچوي، چې دا کار یې ناسم وباله.

کرزي د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.

د هغه په وینا، د کابل اوسېدونکي شواهد لري چې پاکستاني الوتکو د دوشنبې په شپه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په شپه په کابل کې د معتادینو د درملنې پر یو مرکز پاکستان برید وکړ او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې ووژل.