پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 22

احمدالله علیزی:د اختر اوربند د سولې پر لور مهم ګام دی، او دایمي تفاهم ته دې لار هواره شي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند یو مهم او نېک پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.

ښاغلي علیزي ویلي، چې دغه اوربند د سولې او تفاهم لپاره نوې هیلې راژوندۍ کړې دي او که دواړه لوري د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي، نو شونې ده چې شته ستونزې په سوله‌ییز ډول حل شي.

هغه همداراز د سیمې له مهمو هېوادونو، په ځانګړي ډول ترکیې، قطر او سعودي عربستان څخه غوښتي چې د منځګړیتوب رول لا فعال کړي، تر څو د خبرو اترو بهیر پیاوړی او دایمي سولې ته زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغه ډول اوربندونو دوام نه یوازې د افغانستان او پاکستان په ګټه دی، بلکې د ټولې سیمې ثبات او امنیت ته هم مثبت اغېز لري.

اردن؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اوربند هرکلی وکړ

د اردن د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مهم مثبت ګام بللی دی.

د یاد وزارت رسمي ویاند سفیر فؤاد المجالي ویلي، چې اردن د ټولو هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د شخړو او اختلافاتو حل د سوله‌ییزو لارو له لارې وي.

نوموړي همداراز د سعودي عربستان، قطر او ترکیې د هغو هڅو ستاینه کړې چې د دې اوربند په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی، او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات کولی شي د سیمې د ثبات او ارامۍ لپاره زمینه برابره کړي.

وړاندې قطر او کویټ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی.

کویټ:د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند د تاوتریخوالي د کمېدو مهم ګام دی

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی، او دا یې یو مثبت ګام بللی چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم او د سولې فضا پیاوړې کړي.

په بیان کې راغلي چې کویټ د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له هغو هڅو ستاینه کوي چې د دې اوربند په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

د کویټ حکومت ټینګار کړی چې د اختلافاتو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبرې اترې او سوله‌ییزې لارې دي، او دواړه لوري باید دایمي ثبات ته د رسېدو لپاره له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

قطر، ایراني ډیپوماټانو او کارکوونکو ته:په ۲۴ساعتونو کې دننه، دننه زموږ له خاورې ووځئ

0

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ایران د سفارت پوځي او امنیتي اتشه‌ګان او د هغوی اړوند کارکوونکي “نامطلوب کسان” اعلان کړي او له هغوی یې غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې له قطر څخه ووځي.

د وزارت په وینا، دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول رئیس ابراهیم یوسف فخرو او په دوحه کې د ایران د سفیر علي صالح‌آبادي ترمنځ په رسمي لیدنه کې ابلاغ شوې ده.

قطري چارواکو ویلي، دا اقدام د ایران له لوري د “پرله‌پسې هدف ګرځونو او ښکاره تېري” په غبرګون کې شوی، چې د دوی په خبره د قطر د حاکمیت او ملي امنیت ښکاره سرغړونه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو او د ښه ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي، او که د ایران له لوري دغه “دښمنانه چلند” دوام ومومي، قطر به نور اقدامات هم ترسره کړي.

قطر:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کوو

قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او دا ګام یې یوه مثبته هڅه بللې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې دا لنډمهالی اوربند به د یو دوامدار اوربند لپاره زمینه برابره کړي.

یاد وزارت ټینګار کړی چې د خبرو اترو او سوله‌ییزو حل‌لارو غوره کول د شخړو د حل تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

همدارنګه، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ژمنه ښودلې چې په دې برخه کې به له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.

ضیاالحق امرخېل:زموږ داخلي کمزورۍ پاکستان ته د تکبر جرأت ورکړی

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې ځکه د تکبر او برلاسۍ چلند کوي چې زموږ داخلي کمزورۍ یې په سمه توګه درک کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه خپلمنځي نه‌یووالی او د یو بل د حقونو نه منل دي.

د هغه په وینا، تر هغه چې افغانان یو بل ونه مني او متقابل درناوی رامنځته نه کړي، د بهرنیو فشارونو او لاسوهنو پر وړاندې به کمزوري پاتې شي.

امرخېل زیاته کړې چې که افغانان د زغم، تفاهم او یووالي لاره خپله کړي او خپل نظرونه پر یو بل ونه تپي، نو کولای شي یو قوي، متحد او پر ځان بسیا ملت جوړ کړي.

هغه ټینګار کړی چې یووالی، متقابل احترام او ملي همغږي د افغانستان د ځواک بنسټ جوړوي او یوازې د همدې ارزښتونو له لارې هېواد کولای شي له اوسنیو ننګونو بریالی ووځي.

سونیل شټي؛پر کابل د پاکستاني پوځ وروستی برید ویجاړونکی او دردناک عمل بللی

د هند د سینما وتلي لوبغاړي سونیل شټي په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتیايي مرکز د پاکستاني پوځ هوایي برید “ویجاړوونکی” بللی او د جګړو د درولو غوښتنه یې کړې ده.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «هغه څه چې په کابل کې پېښ شوي، ډېر دردناک او ویجاړوونکي دي. ټولې جګړې باید ودرېږي.»

نوموړي زیاته کړې چې هند د بشریت ترڅنګ ولاړ دی او ټینګار یې کړی چې سوله یوازینۍ لار ده، څو د بې‌ګناه خلکو ژوند وژغورل شي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه: سبا پنجشنبه افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا پنجشنبه په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

دوی ویلي، چې ‏د رؤیت هلال مرکزي هئيت د رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني، د رسمي اعلان له مخې سبا پنج‌شنبه د نېکمرغه کوچني اختر (شوال المکرم) لومړۍ ورځ ده.

د یادونې ده چې سعودي عربستان د جمعې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان پر وړاندې “رد الظلم” عملیات د اختر په مناسبت د لنډ مهال لپاره ودرول شوه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان کړی چې د پاکستان پر وړاندې “رد الظلم” په نوم دفاعي عملیات به د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت لنډمهاله ودرول شي.

د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د اسلامي هېوادونو د منځګړیتوب غوښتنو ته په کتو شوې ده، چې پکې سعودي عربستان، ترکیه او قطر شامل دي.

مجاهد ویلي، چې «اسلامي امارت» د دغو هېوادونو له نېک نیت څخه مننه کوي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ملي امنیت، حاکمیت او د خلکو د ژوند خوندیتوب د دوی اساسي او شرعي مسوولیت دی.

په اعلامیه کې راغلي، که هر ډول ګواښ رامنځته شي؛ نو «اسلامي امارت» به هر ډول احتمالي تېري ته په مېړانه ځواب ورکړي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت هم اعلان کړی چې افغانستان کې روان بریدونه به په موقتي ډول وځنډوي.

سعودي عربستان:د جمعې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

0

د سعودي عربستان د الحرمین پاڼې ویلي، چې د شوال میاشتې هلال په سعودي عربستان کې ونه لیدل شو او کوچنی اختر به د جمعې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰مه ولمانځل شي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه څه نه دي ویلي.