وال سټریټ ژورنال د عربي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې متحده عربي امارات د امریکا او نورو متحدانو سره د همکارۍ لپاره چمتووالی نیسي، څو د هرمز تنګی د پوځي ځواک له لارې بېرته پرانیزي.
د راپور له مخې، که دا اقدام عملي شي، نو متحده عربي امارات به د خلیج د هېوادونو له ډلې لومړنی هېواد وي چې له ایران سره به په مستقیمه پوځي شخړه کې ښکېل شي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چې متحده عربي امارات هڅه کوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې داسې پرېکړهلیک تصویب کړي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره پوځي اقدام قانوني وګرځوي.
ورځپاڼې د یوه اماراتي چارواکي له قوله هم لیکلي چې د اماراتو ډیپلوماتانو له امریکا او همدارنګه له اروپايي او اسیايي پوځي ځواک لرونکو هېوادونو غوښتي چې یو پوځي ائتلاف جوړ کړي، څو د زور له لارې د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.


