شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 197

سعودي عربستان:د خپل هېواد د امنیت لپاره به ټول امکانات وکاروو

0

سعودي عربستان اعلان کړی چې د ملي امنیت پر وړاندې د رامنځته کېدونکو ګواښونو د مهار لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

دا پرېکړه د یمن د روان وضعیت په رڼا کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

د عرب رسنیو د راپورونو له مخې، د غونډې تر پای وروسته د سعودي د اطلاعاتو وزیر سلمان بن یوسف په خپره شوي اعلامیه کې ویلي، ریاض د خپل ملي امنیت د خوندي کولو لپاره هر ډول لازم ګام پورته کولو ته چمتو دی.

همدارنګه، کابینې د حضرموت او المهره ولایتونو کې د عربي ائتلاف اقدامات ستایلي او ټینګار یې کړی چې سعودي عرب په یمن کې د کړکېچ د کمولو لپاره د عربي ائتلاف د هڅې ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې کابینې د یمن د قانوني حکومت له غوښتنې سره سم د اماراتي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې چې متحده عربي امارات به پر دې پرېکړه عمل وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان:افغانستان هر کال له زیاتېدونکو طبیعي پېښو سره مخ دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ دی او اقلیمي بدلون د دغو پېښو د شدت او پراخوالي لامل شوی دی.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې ۲۷ زره او ۶۷۹ طبیعي پېښو ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.

په دغو مرستو کې ژمنۍ جامې، غیرخوراکي توکي، نغدي مرستې، خیمې، د اوسېدو ملاتړ، پاکې اوبه او روغتیايي خدمات شامل دي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې دا شمېرې په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتېدونکې اړتیا څرګندونه کوي.

د هوا پېژندنې ریاست؛د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو خبرداری ورکړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو خبر ورکړی.

د یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هرات، فراه، کندهار، هلمند، زابل، غور، بادغیس، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان‌وردګ، لوګر، بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، ننګرهار، لغمان، کونړ، کابل، پروان، بغلان، پنجشېر، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د باران او واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مترو پورې رسیږي.

همدارنګه، په سویلي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د وزارت له خوا سپارښتنه شوې چې خلک د ناوړه هوا پر مهال د سفرونو او بهر تګ پر مهال احتیاط وکړي.

محمود خان اڅکزی:افغانستان دا مهال تر پاکستان ډېر امن دی او اسلام‌اباد پر افغانانو د غوښتنو د منلو حق نه لري

د خیبر پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې دا مهال افغانستان د پاکستان په پرتله ډېر امن دی او د سیمې د ثبات په برخه کې باید واقعیتونه ومنل شي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان هېڅ حق نه لري پر افغانانو خپلې غوښتنې وتپي او یا د هغوی پر کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

محمود خان اڅکزي دغه څرګندونې په یوه سیاسي غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او ولس یې حق لري خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د هغه په وینا، د زور، فشار او ګواښونو سیاست نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې وضعیت لا پېچلی کوي.

اڅکزي ویلي، چې د پاکستان دننه د ناامنۍ، بمي بریدونو او هدفي وژنو کچه لوړه شوې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نسبي امنیت ټینګ شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې، متقابل درناوی او د نړیوالو اصولو پابندي ده.

نوموړي همدارنګه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغان کډوالو په اړه انساني چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له زور او فشار څخه کار وانخلي.

د بالیووډ مشهور اداکار؛سنی دیول د خپل پلار د پوسټر لیدو پر مهال جذباتي شو

0

د بالیووډ مشهور اداکار سنی دیول د خپل پلار، دهرمیندر، د وروستي فلم «ایک کس» د پوسټر لیدو پر مهال جذباتي شوی.

سنی دیول او بوبی دیول د خپل پلار د یادونې په مراسمو کې ګډون کړی و، چې پکې سلمان خان او نور اداکاران هم موجود وو.

سنی دیول د پلار پوسټر ته په کتو احساساتي شو او له رسنیو سره خبرو کې یې وویل: «زه د پاپا ترڅنګ دریږم.»

د یادونې ده چې د سنی دیول پلار دهرمیندر تېره میاشت د ۸۹ کلنۍ په عمر کې ومړ.

سعودي عربستان؛د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر هوايي برید کړی

0

سعودي عربستان د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر هوايي برید کړی.

سعودي عربستان وايي، دا برید وروسته له هغه ترسره شو چې د متحده عربي اماراتو له فجیره بندره بې‌له همغږۍ څو کښتۍ مکلا ته داخلې شوې او د جنوبي انتقالي شورا د ملاتړ لپاره یې وسلې او پوځي تجهیزات ښکته کړل.

د سعودي عربستان په وینا، یادو کښتیو له رسېدو وروسته د تعقیب سیستمونه بند کړي وو.

د سعودي دولتي رسنۍ وايي، برید محدود و او ملکي تلفات نه لري، او هدف یې هغه کښتۍ وې چې وسلې پکې ځای پر ځای شوې وې.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د یمن د جنوب پر سر د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

سعودي عربستان د خپل امنیت مسئله سره کرښه بللې او د اماراتو وروستي اقدامات یې خطرناک یاد کړي دي.

له بلې خوا، د یمن د ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي له اماراتو سره دفاعي تړون لغوه کړی او ابوظبي یې د کورنیو شخړو په پارولو تورنه کړې ده.

عبدالسلام حنفي:د کابل د پراختیا لپاره ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د کابل د پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې سږ کال به په کابل کې د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي شي.

هغه زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلي دي.

حنفي دغه راز ویلي، چې د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل جوړول پیل شوي، چې د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې کمولو او د خلکو د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره مهمه پروژه ده.

د طالبانو حکومت:کابل کې د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د هوايي پل جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ښار ولایت‌مقام ته څېرمه د موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د یوه هوايي پل د جوړېدو کارونه رسماً پیل شول.

د یاد پل پر جوړولو به ۴۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې د دې هوايي پل د جوړېدو چارې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د کابل ښار په یادې سیمې کې د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو او تګ راتګ د ښه‌والي سبب شي.

مسعود پزشکیان:د ولسي ستونزو د حل لپاره د لاریون کوونکو له استازو سره دې خبرې وشي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې د ده ورځنۍ اندېښنه ده او حکومت د پولي ثبات د ټینګښت او د بانکي نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه اخلي.

هغه د کورنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې چې د لاریون کوونکو له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې واوري.

بل لور ته، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، ولسي اندېښنو ته باید په مسوولانه ډول غوږ ونیول شي، خو خبرداری یې ورکړی چې ځینې ډلې هڅه کوي لاریونونه ګډوډ او تاوتریخوالي ته واړوي.

د یادونې ده چې دغه لاریونونه په یو شمېر ښارونو کې لا هم روان دي.

سعودي عربستان:یمن کې د متحده عربي اماراتو وروستي اقدامات د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې د متحده عربي اماراتو له وروستیو اقداماتو څخه ژوره نارضایتي څرګنده کړې ده.

په بیان کې ویل شوي، چې اماراتو د یمن په حضرموت او المهرة ولایتونو کې د جنوبي انتقالي شورا د ځواکونو د پوځي تحرکاتو ملاتړ کړی، چې دا کار د سعودي د ملي امنیت او د یمن او سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی.

سعودي عربستان ټینګار کړی، چې د یمن د قانوني حکومت او د ولسمشرۍ شورا له رسمي اجازې پرته د وسلو او زغروالو وسایطو لېږد د ائتلاف له اصولو سره په ټکر کې دی او د یمن د امنیت د ټینګښت پر ځای وضعیت لا خرابوي.

بیان زیاتوي، چې هر ډول ګواښ د سعودي ملي امنیت ته سره کرښه ده او ریاض به د دې ډول ګواښونو پر وړاندې اړین ګامونه واخلي.

سعودي عربستان یو ځل بیا د یمن د حاکمیت، امنیت او ثبات ملاتړ اعلان کړی.

ریاض له متحده عربي اماراتو غوښتي، چې خپل ځواکونه په ۲۴ ساعتونو کې له یمن وباسي او له هر ډول پوځي او مالي ملاتړ څخه لاس واخلي.