پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د طالبانو حکومت په بند کې درې امریکايي بندیان جاسوسان دي.
ضعیف لیکلي، امریکا په سلګونه بې ګناه انسانان په خپلو بندخونو کې په وحشیانه ډول ساتي؛ خو اوس چې دوی د خپلو درې جاسوسو بندیانو په اړه اندېښمن دي؛ نو دوی بشردوستان نه؛ بلکې د دنیا تر ټولو لوی جنایتکاران دي.
تر دې وړاندې امریکا ویلي چې له طالبانو سره د دوی بندیان بې ګناه وګړي دي.