دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:پر سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو حکومت:پر سوریې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر سوریې د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي دي.

یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا ډول بریدونه د سوریې د ازادۍ ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا خطرناک اقدام د هغو ناکامو ستراتیژیو دوام دی، چې اسرائیلو د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د خپلو اهدافو لپاره ترسره کړي دي.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې د سوریې له خلکو ملاتړ کړی او له ښکېلو نړیوالو لوریو یې غوښتي چې د سوریې خلک په خپلواک ډول د خپل راتلونکي انتخاب ته پرېږدي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here