ورورسته تر هغې، چې د نارینه ډاکټرانو له لوري د یوې زلزلې ځپلې مېرمنې د درمنلې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول؛ نو ګڼ شمېر افغانانو د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت پر سیاست نیوکه کړې.
د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له بندولو سره د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله دا ډول یو چاپیریال غواړي، چې د مېرمنو درملنه پکې نارینه کوي.
یو تن ټولنیز فعال لیکلي:«افغانان تر دې دمه د طالبانو په اسلامي نوافظو پوهه نشوه چې اخیر دوی د کوم ډول دین پیروي دي چې پر ځان یې د اسلام کته خوره کړې!»
بل لورته بیا په کور دننه یو شمېر شنونکو هم د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې، چې د ښوونځیو مخه یې نیولې او راتلونکو کالونو کې به هیڅ یوه قابله هم پیدا نشي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي وو، چې دوی بدل شوي او د نجونو زدهکړو ته به اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه داسې کوم څرک نه لیدل کېږي.
د یادونې وړ ده چې شیخ هبتالله په یوه غږیز کلیپ کې دا هم ویلي:«ایسکول میسکول نشته، دا د مدرسې په ضد راوتې د اذهانو د بدلولو پروژه ده.»