د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، تېرو حکومتونو د افغانستان د ابادولو هوډ نه درلود.
د هغه په خبره، پخوانیو حکومتونو د روغتیا په شمول د افغانستان ګڼ سکتورونه ځپلي وو.
نوموړي نن دکابل طبي علومو پوهنتون ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت غونډې ته ویلي چې افغانستان ځوانو کادرونو ته اړتیا لري.
نوموړي دغه راز ټولو هېوادوالو ته د خدماتو پر رسولو ټینګار کړی.