پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستاننبیل:له هرې افراطي دورې وروسته ټولنو د نوي مسیر پر لور حرکت...

نبیل:له هرې افراطي دورې وروسته ټولنو د نوي مسیر پر لور حرکت کړی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې له هرې افراطي دورې وروسته، ټولنو په نوي لور حرکت کړی.

د هغه په خبره، د افراطي دورو وروسته ټولنې داسې لوري ته تللې، چې د مذهب او سیاست رول پکې په متوازن او درناوي سره تعریف شوی دی.

هغه د ترکیې او مالیزیا هېوادونو بېلګې وړاندې کړې، چې له مذهبي افراطیت ورسته په کې د نظامونو نوې بڼه راغلې ده.

دی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې.

د یادوې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده، او په میاشتو او هفتو نه حل کیږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دي؛ نو زده کړو ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز، همداسې به پاتې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here