لیکواله: فاطمه ملکزۍ
لاندی یا وچه غوښه د افغانستان په ګڼو سیمو کې یو له پخوانیو او دودیزو خوراکونو څخه ګڼل کېږي. دا دود په هغو سیمو کې زیات رواج درلود، چې ژمی یې اوږد، یخ او سخت وو، او خلکو به هڅه کوله چې د خوراکي موادو لپاره مخکې له مخکې تیاری ونیسي. د لاندی کولو طریقه له پخوا راهیسې په کورنیو کې نسل په نسل انتقال شوې ده.
لاندی یو ځانګړی مهارت دی، چې کورنۍ یې په ګډه ترسره کوي. لومړی، پسه یا خوسکی حلالوي. وروسته، اور بلوي او غوښه د اور پر سر ایښودل کېږي څو لږه سخته شي. د دې پروسې په ترڅ کې د غوښې ځینې برخې تورېږي، چې بیا هغه تور سوې برخې په چاړه توږل کېږي.
وروسته غوښه ټوټې ټوټې کېږي او د لرګیو په اوږدو کې ځړول کېږي. په دې پروسه کې غوښه په دېرشو یا څلوېښتو ورځو کې وچیږي. کله چې غوښه په بشپړ ډول وچه شي، کورنۍ یې په پټو ځایونو کې ساتي، ترڅو د ژمي په سړو ورځو کې د پخولو لپاره چمتو وي.
په ځینو سیمو کې خلکو د لاندی غوښې د خرابېدو د مخنیوي لپاره د مالګې، انجه او راف (یو ډول طبیعي نباتي ریښه) څخه ګټه اخیسته. راف د غوښې ساتلو لپاره یو موثر بوټی ګڼل کېده، چې نه یوازې د غوښې د خرابېدو مخه یې نیوله، بلکې مچانو او چینجیو څخه یې هم خوندي کوله.
د لاندی غوښه یوازې د خوراکي موادو ذخیره کولو یوه طریقه نه وه، بلکې د کورنیو د اقتصادي حالت نښه هم ګڼل کېده. هغه کورنۍ چې د لاندی غوښه یې درلوده، خلکو به د دوی د شتمنۍ او ښه اقتصادي وضعیت یادونه کوله. برعکس، که چا به لاندی نه درلوده، خلکو به ویل چې دوی اقتصادي ستونزې لري.
د لاندی غوښې خوند د ژمي په یخو شپو ورځو کې نور هم زیات ارزښت درلود. دې غوښې څخه بیلابیل خوراکونه پخیږي، مشهور یې لاندی پلو او د لاندی غوښې ښوروا دي، چې له ډوډۍ، پاستو یا نورو خوراکي توکو سره به یې خوړله. د کور میرمنو به د لاندی د پخولو لپاره ډېری وختونه په انګار کې نری اور بل ساته، څو غوښه په سمه توګه پخه شي او خپل ځانګړی خوند له لاسه ورنکړي.
د لاندی غوښې دود اوس په ښاري سیمو کې کمرنګه شوی دی. تازه غوښې ته لاسرسی، د خلکو د ژوند بدلون، او د ډاکټرانو د روغتیایي سپارښتنو له امله دې دود خپل اهمیت له لاسه ورکړی. ډاکټران په دې باور دي چې د مالګې په زیاته اندازه استعمال شوې غوښه (لاندی) د روغتیا لپاره مناسبه نه ده او کولی شي د زړه، وینې فشار او پښتورګو ناروغۍ زیاتې کړي. له همدې امله، د لاندی غوښې استعمال باید محدود شي.
که څه هم په ښارونو کې د لاندی دود کم شوی، خو په لرې پرتو سیمو کې لا هم ژوندی دی. په دې سیمو کې د ژمي موسمونه سخت او یخ دي، او د خوراکي موادو ذخیره کول لا هم یوه اړینه اړتیا ده. په ځانګړې توګه په غرنیو او لیرې پرتو سیمو کې خلک د لاندی غوښې د دود پالنه کوي، څو د ژمي د اوږدو سړو میاشتو په ترڅ کې د خوراکي ستونزو سره مخ نه شي.
په ډېرو سیمو کې د لاندی غوښه د مېلمنو د درناوي لپاره ځانګړی ارزښت لري. کله چې کورنۍ مېله کوي یا مهم مېلمانه ورته راشي، د لاندی غوښه ورته پخیږي، ځکه دا دودیز او خاص خوراک ګڼل کېږي. د دې غوښې پخول د کوربنو د سخاوت او د مېلمنو د عزت څرګندونه کوي.
لاندی غوښه یوازې یو خوراک نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د ژوند، کلتور او تاریخي میراث یوه ځانګړې برخه ده. د دې دود ژوندی ساتل د کلتوري شتمنیو د ارزښت ساتلو لپاره مهم دي. دا نه یوازې د خوراکي دود یوه ځانګړې بېلګه ده، بلکې د افغانانو د ژوند د سختو شرایطو سره د مبارزې یو ښکلی انځور هم وړاندې کوي.
د لاندی غوښې دود د افغانانو د ژوند یوه مهمه برخه ده، چې باید د دې ځانګړي هنر او دود د ساتنې لپاره هلې ځلې وشي، څو راتلونکې نسلونه د دې کلتوري شتمنۍ څخه خبر شي.
لاندی کول یا د غوښې وچول پر افغانستان سربېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دود دی، خو د هر ځای لاندی له بل ځای سره توپیر لري. د جوړولو طریقې یې هم متفاوتې دي.
همداراز په بیلابیلو هېوادونو کې له لاندی بیلابیل خواړه پخیږي یا یې له بیلابیلو خوړو سره خوري. مثلاً په افغانستان کې لاندی پلو مشهور دی او ډېر نور د لاندی ښوروا خوښوي، خو په منګولیا کې بیا له لاندی څخه سوپ جوړوي.
همداراز په افغانستان کې ډېر خلک د پسه له غوښې لاندی جوړوي، خو په برازیل، د کاناډا په شمال، او د ایټالیا په شمال کې بیا د غويي د غوښې لاندی عام دی.
نن سبا امازون ویب پاڼه لاندی یا وچه غوښه آنلاین پلوري.