لیکوال: احسان الله درمل
دا دليل چې ښځه بايد ځکه تعليم وکړي، چې که ښځينه ډاکټره نه وي، ښځې به نارينه ډاکټر ته بيايو، سم نه راښکاري. مطلب يې دا دی چې اصولن ښځې د تعليم حق نه لري، خو د يو لوی مصلحت له مخې بايد اجازه ورکړو. نجونې چې تعليم کوي ټولې يې طب نه لولي او چې طب هم لولي ټولې يې نسايي ولادي ته نه ځي. همدارنگه نسايي ولادي برخه د يوه سيسټم د ناروغيو او ستونزو د معالجې طبابت دی چې آن په افغانستان کې نارينه ډاکټرانو تخصص په کې کړی دی. ډېرې ښځینه ډاکټرانې شته، چې نور تخصصونه لري. ډاکټري گروپي کار دی، که يوه ښځه د ښځينه ډاکټرې لخوا هم عملیاتېږي، په عمالياتخانه کې نور پرسونل معمولاً ښځينه نه وي. اناستيزيلوگ، نرسان، تخنيکي کارمندان او نور. زموږ د داخله تخصص په مهال زموږ دوې ټرينرانې ښځې وې او په نسايي ولادي وارډ کې څو نارينه ټرينرانو ځوانو نجونو ډاکټرانو ته د نسايي ولادي په تخصص پروگرام کې ټريننگ ورکاوه.
د نجونو تعلیم يوازې په دې دليل مهم نه دی، چې دا به سبا خامخا نسايي ولادي ډاکټره کېږي او زما د ښځې او لور حيا و عزت ورسره غوټه دی، بلکې تعليم او پوهه ذاتاً مهم او حياتي ارزښتونه دي. که څنگزنې کلتوري گټې لري، نور علی نور. خو څنگزنې گټې بايد دومره لويې نه کړو چې د يوه ارزښت ذاتي جوهر او غرض رانه هېر کړي.
ناروغان استثنايي انسانان دي چې طبي پرسونل ورسره موقتاً ځينې ټولنيز قراردادونه تعطيلوي او نوي قراردادونه ورسره کوي. يو هغه قرارداد چې د ناروغ او طبي پرسونل ترمنځ په موقت ډول فسخه کېږي، ټولنيز او کلتوري قرارداد دی. ډاکټر ته ناروغ د خپلې ناروغۍ په اړه هر څه ويلای شي او ډاکټر هم د هغه بدن معاينه کولای شي. په روغتونونو کې ښځینه پرسونل ممکن د نارينه ناروغانو خدمت وکړي او نارينه پرسونل د ښځينه وو. ډاکټران د خپل مسلکي او اخلاقي مکلفيت له مخې پوهېږي چې د ناروغۍ په مخصوص زماني واټن کې له ناروغ سره يوازي مسلکي چلند کوي. مسلکي چلند مانا يوازې د ناروغ د فزيکي او رواني روغتيا لپاره هڅې او د هغه انساني کرامت ته جدي پاملرنه. ډاکټر که له خپل مسلکي صلاحيته ناوړه استفاده کوي مجرم دی او په ځينو حالتونو کې ترې د طبابت سند او د کار جواز بېرته اخيستل کېدای شي. له دې خبرو مې موخه دا ده چې د ډاکټرانو د مسلکي کار ساحه اصولن د ناروغ لپاره مصئونترينه ساحه ده. که څوک واقعاً ډاکټر وي ناروغ ورته صرف ناروغ دی، چې بېرته بايد روغ شي. ځکه خو د نجونو تعلیم د ښځو له حيا او عفت سره تړل سم تصور نه دی. د عزت او انساني کرامت مصئونيت په دې پورې غوټه دی چې څوک د خپل مسلک اقدارو ته څومره وفادار دی. دغه وفاداري او اخلاقي مکلفيت که تعطيل شي، نو يوازې روغتونونه نه، بلکې هیڅ ځای مصئون نه دی. آن مقدس ځايونه. موږ په زړونو کې هر يو خپل ځان پېژنو. پوهېږو چې د رحمان بابا په قول په حرم کې هم ښکار کوو، ځکه خو مو تصور دا دی چې مصئون ځای نشته او چې نشته نو بايد د مصئونيت لپاره غيرعلمي او غيرمنطقي لارې ولټوو.
تعليم د نجونو حق دی. جينۍ او هلک دواړه انسانان دي. يو چې اوبو، خوړو او اکسيجن ته اړتيا لري، بل يې هم لري. يو ته چې د خپل ظرفيت د لوړولو فرصت ورکول کېږي، بل ولې ترې محروم شي؟ نجونې حق لري چې زدکړې وکړي او له خپل ذوق و شوق سره سم مسلک انتخاب کړي. نه د ښځينه ډاکټرانو ډېرېدل په ټولنه کې د عفت گراف لوړوي او نه يې کمېدل د دې گراف له نزول سره کومه منطقي رابطه لري. نجونې که له زدکړو محرومې وي، نسلونه تباه کېږي، وطن له پرمختگه پاتې کېږي او په نړۍ کې د يوه ملت حيا او عفت له خاورو سره خاورې کېږي. د نجونو تعلیم د څو ميليونه ماشوم زېږوونکيو ميندو د حيا او عزت لپاره نه، بلکې د يوه عظيم او تاريخي ملت د برم او عزت لپاره وغواړئ!
بده يې مه گڼئ خو دا هم راته د ښځې توهین ښکاري چې نقش يې يوازې د نسايي ولادي تر ډاکټرې را محدود کړو او هغه هم په دې دليل چې په روغتون کې د يوه بريتور ناموس وساتل شي.