لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ
د طالبانو تر منځ اختلاف د ملا محمد عمر اخوند له وفات وروسته را منځ ته شو.
دا خبره جوته ده چې ملا محمد عمراخوند د طالبانو یو ټولمنلی مشر و، هر طالب مشر او کشر یې اطاعت پر ځان لازم او واجب ګڼل، د هغه له هیڅ فرمانه سرغړونه نه کېده، له وفاته ورسته یې هم دوه کاله ډېری عام او خاص طالبان په مړینه نه و خبر، په پټو سترګو یې اطاعت ته ادامه ورکړي وه.
د هغه د مړیني د خبر د پټېدلو یو لامل دا هم و چې هسې نه د طالبانو تر منځ اختلاف را منځ ته شي.
تر ملا عمر اخوند وروسته، اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو، هغه د خپلې شتمنې پر مټ د مشرتوب تر منصبه ورسید.
طالبان چې اوس هم کله د اختر محمد منصور یادونه او ستاینه کوي؛ نو مدبر امیر یې بولي او تدبیر یې همدغه شتمنې وه، نه یې زده کړې لري او نه د کومې بلې ځانګړتیا څښتن و.
د قطر ډلې، یا په بله اصطلاح د طالبانو سیاسي دفتر، مړ یا سوکه جهاد کاوو.
زما تره ویل چې د تېر انقلاب پر مهال مې د سیمې کوم سپینږیري ته وویل چې شپږ زامن لري، یو باید جبهي ته را ولېږي، جهاد پر موږ او تاسې ټولو فرض دی…
وایې هغه په ځواب کې راته وویل چې استاذه!
موږ دغه مړ یا سوکه جهاد کوو.
ما ویل مړ یا سوکه جهاد څنګه وي؟
وایې چې له مجاهد سره منډه کړي، لار ورښوولي، له واسکټه یې ګرد مرد ورڅنډلی، جامې ور پرېمنځلي، یوه ګوله ډوډۍ ورکړي، دوعا ورته کړي…
نو د قطر ډلې مړ یا سوکه جهاد ته ملا تړلي وه، خو د میډیا پر مخ به لکه د پېښورۍ ډرامې د بدمعاش په څېر را څرګندیده، شمله به یې په سر اچولي وه، تر پردې بیرغ لاندې به ولاړ و او بغارې به یې وهلي چې د افغانستان اردو باید منحل شي، هغه بل به یې ویل چې پر نر او ښځه تعلیم فرض دی او نجونې به تر دوکتورا پورې زده کړه کوي، هغه بل به یې له نیمه لوڅو بهرنیانو سره مرکې کولي…
د قطر ډلې چې څنګه مړ جهاد کاوو اوس همدغسې مړ موقف ورته رسیدلی، په دوه، دری میاشتې کې یو ځل د خبرو اجازه ورکول کېږي او دوی د خپل زړه بړاس وباسي.
طالبان تر خپل منځ د نظر او افکارو توپیر لري، یو ستر لامل یې دا دی چې دوی بېل بېل اوسیدلی، (د کوئټې شورا، د پېښور شورا، حقاني شبکه/ د میرانشاه شورا، د قطر سیاسي دفتر) یا د ظروفو او شرائطو دا غوښتنه وه او یا دوی ته په لوی لاس دغسې چاپیریال برابر شوی و چې یوه ډله له بلې ډلې لري واوسي.
که په لنډ ډول ووایو د قطر ډله د طالبانو ټامیان دي چې اوس یې ملګري ورځ تر بلې ډېرېږي، خو سیاسي واک نه لري.
سیاسي، بلکي ټول واک له ملا هبة الله اخوند سره دی، خو بیا یې هم د ځینو فرمانانو اطاعت نه کېږي او نه منل کېږي، لکه د عکسونو او تصویري رسنیو د بندولو او داسې نور…
ولي؟
د شتمن امیر له مړیني وروسته په طالبانو کې یو ځل بیا د امیر پر سر اختلاف راغی، اختلاف داسې حل شو چې مطلق صلاحیت باید له امیر سره نه وي، څه صلاحیتونه باید له رهبري شورا او څه صلاحیتونه له مرستیالانو سره وي.
ملا هبة الله اخوند امیر، خلیفه صیب سراج الدین حقاني او ملا یعقوب اخوند یې مرستیالان وټاکل شول.
کله چې جمهوریت سقوط وکړ، طالبان له خیالي امارته حقیقي امارت ته را کوز شول، د دوحي د قرارداد د تطبیق مرحله را ورسیده چې د قطر ډلي یې خلیلزاد او امریکایانو ته د بشپړ تطبیق ټټر وهلی و، له ستونزو سره مخ شو، بلکې نورې غټې او وړې مسئلي هم پیدا شوي چې ملا هبة الله اخوند او ډله یې له نورو مشرانو او کشرانو طالبانو سره ټکر کړه.
بالاخره اختلاف تر دې بریده ورسید چې ملا هبة الله اخوند رهبري شورا او خپل مرستیالان بې صلاحیته او لغوه کړل، د ځان د ساتنې لپاره یې ځانګړي قطعه جوړه کړه او د بې اعتمادي فضاء رامنځ ته شوه، له همدې امله د ملا هبة الله اخوند دیدار هم اسانه نه دی او چې کله کوم ولایت ته سفر کوي؛ نو سلګونه عرادي موټر او ټانګونه یې بدرګه کوي.
دا مهال قدرت له ملا هبة الله اخوند سره دی او دا نور یې زموږ د اندړو په اصطلاح مړې مړې ورته اړوي، په زړه کې ښه خپه دي، خو په خوله ډېر څه نه شي ویلی، ځکه د ملا هبة الله اخوند په امارت کې په ژبه او قلم هم انتقاد کول بغاوت دی، منتقد باغي او واجب القتل ګڼل کېږي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.