د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي اېچ ار) اعلان کړی، چې د چک جمهوریت د افغان راستنېدونکو د ملاتړ په موخه د دې ادارې له پروګرامونو سره نوې مالي مرسته کړې ده.
یو اېن اېچ سي اېچ ار د چهارشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۳مه، پر خپله رسمي ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه پر وخت مرسته به له زیانګالو افغان راستنېدونکو سره د ملاتړ زمینه برابره کړي، څو وکولای شي په افغانستان کې خپل ژوند له سره پیل کړي.
یادې ادارې د چک جمهوریت له دې مرستې مننه کړې، خو د مرستې د اندازې او نورو جزئیاتو په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

