د امریکا د استازو جرګې د منځنیو ټاکنو د خپرو شویو شمېرو له مخې، دیموکرات ګوند تر دې دمه ۱۰۲ او جمهوريخواه ګوند ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د امریکا د استازو جرګه ۴۳۵ څوکۍ لري، چې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره هر ګوند لږ تر لږه ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا لري.
د ټاکنو د پایلو شمېرنه لا هم روانه ده او د جرګې د اکثریت کنټرول به د پاتې څوکیو د پایلو له اعلان سره روښانه شي.

