د پاکستان د پېښور ښار په دیر کالونۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د لېډي ریډینګ روغتون د ادارې په وینا، د پېښې له ځایه ۲۰ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ژغورنې عملیات روان دي او ځايي اوسېدونکو هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
وېره شته چې لا هم ځینې ماشومان او د ښوونځي کارکوونکي د نړېدلي چت تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

