بنګلهدېش د افغانستان پر وړاندې د یوازنۍ ټېسټ لوبې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې.
تنزید حسن د بنګلهدېش په ګټه تر ټولو ډېرې ۸۳، شادمان اسلام ۶۷ او لېټن داس ۵۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره محمد سلیم صافي څلور، یمین احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغانستان د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ د منډو په ځواب کې توپ وهنه پیل کړې ده.

