د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا، متقي د افغانستان په اړه د چین له «رغنده او متوازن» دریځ مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده.
چینايي ځانګړي استازي هم د کابل او بیجینګ اړیکې مثبتې بللي او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری شریک کړی دی.
یو شیاویونګ د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

