د امریکا په استازو جرګه کې د اریونا د درېیمې حوزې استازې یاسمین انصاري وايي، په پاکستان کې زرګونه کسان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره لاریونونه کوي.
انصاري په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستاني الاصله امریکایانو له هغې ټولنې سره ولاړه ده چې په پاکستان کې د بشري حقونو، ازادو او عادلانه ټاکنو او د سولهییزو اعتراضونو د حق غوښتنه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د عمران خان زرګونو پلویانو د هغه د خوشې کېدو د غوښتنې لپاره له خیبر پښتونخوا اسلاماباد ته لاریون پیل کړی دی.

