دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeافغانستانهرات کې د بټریو دوه میلیونه ډالري محموله عربي هېوادونو ته صادره...

هرات کې د بټریو دوه میلیونه ډالري محموله عربي هېوادونو ته صادره شوه

په هرات کې یوې بټري جوړوونکې کمپنۍ د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د «ګرین پلس» بټریو یوه محموله عربي هېوادونو ته صادره کړې ده.

د شرکت مسوولان وايي، دا د عربي هېوادونو بازارونو ته د دوی د تولیداتو څلورم صادراتي پړاو دی او د یوه لوی سوداګریز قرارداد له مخې ترسره شوی.

د معلوماتو له مخې، دغه شرکت هره ورځ شاوخوا ۴ زره بټری تولیدوي او د ۵۵۰ کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.

شرکت وايي، د کورني بازار د اړتیاوو تر څنګ بهرنیو بازارونو ته هم د صادراتو وړتیا لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here