د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافاتو د مسکو فارمټ د اتمې ناستې د ګډې خبرپاڼې د تصویب مخه ونیوله.
کابلوف ویلي، طالب پلاوي په مسوده کې د ترهګرۍ په تړاو د افغانستان د یادونې په اړه اعتراض وکړ او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د تېر کال په پرتله بدلې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې مسکو فارمټ به له ګډې خبرپاڼې پرته هم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سیمهییزې همکارۍ د همغږۍ لپاره به خپل رول وساتي.

