د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د خبرو اترو په وروستي پړاو کې له خپلو کړیو ژمنو شاته شوی دی.
نقوي ویلي، د خیبر پښتونخوا حکومت هوکړه کړې وه چې یو لیکلی تړون به لاسلیکوي او په ۷۲ ساعتونو کې به یې د عملي کېدو پلان وړاندې کوي. په دې هوکړه کې د ۲۰۲۶ کال د پولیسو قانون بیاکتنه، په دغه ایالت کې د ترهګرو د فعالیت او خوندي پټنځایونو د مخنیوي لپاره اقدامات او د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، تحریک طالبان افغانستان (TTA) او نورو وسلهوالو ډلو څرګنده غندنه شامله وه.
د نوموړي په وینا، په وړاندیز شوې هوکړه کې د افغان کډوالو د ستنولو او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د له منځه وړلو په اړه د فدرالي حکومت د پالیسۍ ملاتړ، له موقتي افغان حکومت سره د اړیکو نه ساتل، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او پولیسو لپاره د پام وړ بودیجې ځانګړي کول او له وسلهوالو ځواکونو سره د همکارۍ پیاوړتیا هم شامله وه.
نقوي زیاتوي چې په پخوانیو قبایلي سیمو او ورګډو شویو ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د ملي عمل پلان د عملي کولو په اړه هم هوکړه شوې وه، خو د ده په خبره، د خبرو په وروستي پړاو کې د خیبر پښتونخوا حکومت له دغو ژمنو شاته شو.
هغه ټینګار کړی، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا له امنیتي ستونزو سره مخ ده، «امنیت باید سیاسي نه شي.»

