یکشنبه, اکتوبر 4, 2026
Homeسیمهنقوي: د پښتونخوا حکومت د افغانستان په اړه د یو شمېر مسایلو...

نقوي: د پښتونخوا حکومت د افغانستان په اړه د یو شمېر مسایلو په ګډون له امنیتي هوکړو شاته شوی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت د امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د خبرو اترو په وروستي پړاو کې له خپلو کړیو ژمنو شاته شوی دی.

نقوي ویلي، د خیبر پښتونخوا حکومت هوکړه کړې وه چې یو لیکلی تړون به لاسلیکوي او په ۷۲ ساعتونو کې به یې د عملي کېدو پلان وړاندې کوي. په دې هوکړه کې د ۲۰۲۶ کال د پولیسو قانون بیاکتنه، په دغه ایالت کې د ترهګرو د فعالیت او خوندي پټنځایونو د مخنیوي لپاره اقدامات او د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، تحریک طالبان افغانستان (TTA) او نورو وسله‌والو ډلو څرګنده غندنه شامله وه.

د نوموړي په وینا، په وړاندیز شوې هوکړه کې د افغان کډوالو د ستنولو او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د له منځه وړلو په اړه د فدرالي حکومت د پالیسۍ ملاتړ، له موقتي افغان حکومت سره د اړیکو نه ساتل، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او پولیسو لپاره د پام وړ بودیجې ځانګړي کول او له وسله‌والو ځواکونو سره د همکارۍ پیاوړتیا هم شامله وه.

نقوي زیاتوي چې په پخوانیو قبایلي سیمو او ورګډو شویو ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د ملي عمل پلان د عملي کولو په اړه هم هوکړه شوې وه، خو د ده په خبره، د خبرو په وروستي پړاو کې د خیبر پښتونخوا حکومت له دغو ژمنو شاته شو.

هغه ټینګار کړی، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا له امنیتي ستونزو سره مخ ده، «امنیت باید سیاسي نه شي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here