شنبه, اکتوبر 3, 2026
Homeکورپاڼهممداني: د «بیت المقدس اسلامي مرکز» کې له فلسطینیانو سره په لمانځه...

ممداني: د «بیت المقدس اسلامي مرکز» کې له فلسطینیانو سره په لمانځه کې ګډون راته ویاړ دی

د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني وايي، د نیویارک له فلسطین الاصله وګړو سره یې د بروکلین په «بیت المقدس اسلامي مرکز» کې د جمعې په لمانځه کې ګډون کړی دی.

ممداني په اېکس کې لیکلي چې د نیویارک له فلسطیني وګړو سره په دې جومات کې د جمعې په لمانځه کې ګډون ورته د ویاړ ځای و.

نوموړي له نیویارک ښار سره د فلسطیني ټولنې د اوږدې تاریخي اړیکې په اړه ویلي چې د دوی «ریښې په ښار کې ژورې تللې دي» او له یوې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې بېلابېل نسلونه یې په دغه ښار، په ځانګړي ډول د بې ریج په سیمه کې ژوند کوي.

د «بیت المقدس اسلامي مرکز» د نیویارک د بروکلین د بې ریج په سیمه کې موقعیت لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here