شنبه, اکتوبر 3, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ: له ایران سره جګړه ښايي د ټاکنو سمدستي وروسته پای ته...

ټرمپ: له ایران سره جګړه ښايي د ټاکنو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره روانه جګړه ښايي «ډېره ژر، ښايي د نومبر د منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته» پای ته ورسېږي.

ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د الاباما ایالت په موبایل ښار کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال کړې دي.

نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کومه مشخصه نېټه یا د هوکړې جزییات نه دي وړاندې کړي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو هڅې له ستونزو سره مخ دي او په ورته وخت کې د هرمز تنګي شاوخوا وضعیت هم ترینګلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here