جمعه, اکتوبر 2, 2026
Homeافغانستانصیقل: د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون له مخې اساسي مکلفیت...

صیقل: د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون له مخې اساسي مکلفیت دی

ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وايي، د طالبانو په اړه د پاکستان د پالیسۍ له هر ډول دریځ پرته، د ملکي وګړو ساتنه د نړیوال قانون له مخې یو اساسي مکلفیت دی.

صیقل ویلي، هر هغه اقدام چې د ملکي وګړو د بې‌ توپیره زیان لامل کېږي، باید سمدستي ودرول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د باثباته او خوندي افغانستان لپاره باید د خلکو له خوا د ټاکل شوي «مشروع او استازي حکومت» د بېرته رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ وشي او د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here