جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ایالتونو د روان کال د جولای له ۸مې د سپټمبر تر ۱۸مې پورې ۴۸۸ افغانان د ایستلو لپاره فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي دي.
د راپورونو له مخې، له دغو کسانو ۲۶۷ تنه چې شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي، هېڅ جرمي محکومیت نه لري.
راپورونه وايي، دغه شمېر افغانان د جرمني د ایستلو په لېست کې شامل شوي او دوسیې یې فدرالي پولیسو ته سپارل شوې دي.
د جرمني حکومت په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی چې تر دې وړاندې یې تمرکز تر ډېره پر هغو کسانو و چې جرمي مخینه یې لرله.

