یکشنبه, سپتمبر 27, 2026
Homeافغانستانجرمني د نږدې ۵۰۰ افغانانو د ایستلو پروسه څېړي؛ له نیمایي ډېر...

جرمني د نږدې ۵۰۰ افغانانو د ایستلو پروسه څېړي؛ له نیمایي ډېر یې جرمي مخینه نه لري

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ایالتونو د روان کال د جولای له ۸مې د سپټمبر تر ۱۸مې پورې ۴۸۸ افغانان د ایستلو لپاره فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي دي.

د راپورونو له مخې، له دغو کسانو ۲۶۷ تنه چې شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي، هېڅ جرمي محکومیت نه لري.

راپورونه وايي، دغه شمېر افغانان د جرمني د ایستلو په لېست کې شامل شوي او دوسیې یې فدرالي پولیسو ته سپارل شوې دي.

د جرمني حکومت په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی چې تر دې وړاندې یې تمرکز تر ډېره پر هغو کسانو و چې جرمي مخینه یې لرله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here