د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ناټو او امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له حضور یا وتلو سره تړاو نه لري.
صالح په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو پر وړاندې مبارزه له ۲۰۰۱ کال مخکې هم روانه وه او د ۲۰۲۱ کال د اګست له وتلو وروسته هم دوام لري.
هغه ادعا کړې چې د امریکا او ناټو لاسوهنۍ «یوه کورنۍ مبارزه ګډه وډه کړه» او د دوحې تړون له لارې یې طالبان پیاوړي کړل.
صالح ویلي، د امریکا او ناټو د حضور اعلان شوی هدف د طالبانو ماتول و، خو په وینا یې دغه هدف عملي نه شو.
نوموړي غوښتنه کړې چې د دوحې تړون پټې ضمیمې دې خپرې شي، څو د طالبانو د بیا پیاوړي کېدو عوامل روښانه شي.

