شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeافغانستانصالح: د ناټو او امریکا ۲۰ کلن حضور د طالبانو د ماتولو...

صالح: د ناټو او امریکا ۲۰ کلن حضور د طالبانو د ماتولو هدف ته ونه رسېد بلکې لا یې پیاوړي کړل

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ناټو او امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې د افغانانو مبارزه د بهرنیو ځواکونو له حضور یا وتلو سره تړاو نه لري.

صالح په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو پر وړاندې مبارزه له ۲۰۰۱ کال مخکې هم روانه وه او د ۲۰۲۱ کال د اګست له وتلو وروسته هم دوام لري.

هغه ادعا کړې چې د امریکا او ناټو لاسوهنۍ «یوه کورنۍ مبارزه ګډه وډه کړه» او د دوحې تړون له لارې یې طالبان پیاوړي کړل.

صالح ویلي، د امریکا او ناټو د حضور اعلان شوی هدف د طالبانو ماتول و، خو په وینا یې دغه هدف عملي نه شو.

نوموړي غوښتنه کړې چې د دوحې تړون پټې ضمیمې دې خپرې شي، څو د طالبانو د بیا پیاوړي کېدو عوامل روښانه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here