شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeافغانستانطالبانو حکومت: کابل کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه...

طالبانو حکومت: کابل کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د کابل ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال څلور تنه مظنونین نیول شوي او ۲۰۰ بوتله شراب، د شرابو جوړولو وسایل او دوه موټر هم کشف او ضبط شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here