د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د کابل ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د شرابو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال څلور تنه مظنونین نیول شوي او ۲۰۰ بوتله شراب، د شرابو جوړولو وسایل او دوه موټر هم کشف او ضبط شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

