د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخیل ویلي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مېلمنو لیدنې منع کول د افغاني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
میاخیل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سیاسي اختلاف باید د دښمنۍ په معنا نه وي او په عقدهيي او انتقامي چلند حکومتولي نه کېږي.
نوموړي زیاته کړې، له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو منع کول له سیاسي پلوه دا معنا لري چې نوموړی په خپل کور کې نظر بند یا سیاسي بندي دی.
هم مهاله، سرچینو ایلم نیوز رسنۍ ته له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو د منع کولو ادعا رد کړې ده.

