چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeافغانستانمیاخېل: له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو منع کول د افغاني...

میاخېل: له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو منع کول د افغاني او اسلامي اصولو خلاف دي

‏د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخیل ویلي، له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د مېلمنو لیدنې منع کول د افغاني او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

‏میاخیل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سیاسي اختلاف باید د دښمنۍ په معنا نه وي او په عقده‌يي او انتقامي چلند حکومتولي نه کېږي.

‏نوموړي زیاته کړې، له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو منع کول له سیاسي پلوه دا معنا لري چې نوموړی په خپل کور کې نظر بند یا سیاسي بندي دی.

‏هم مهاله، سرچینو ایلم نیوز رسنۍ ته له کرزي سره له لیدلو د مېلمنو د منع کولو ادعا رد کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here