سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeکورپاڼهکریس وان هالن د ټرمپ او روبیو پر ضد د بندیزونو غوښتنه...

کریس وان هالن د ټرمپ او روبیو پر ضد د بندیزونو غوښتنه کړې

د امریکا سناتور کریس وان هالن له اروپايي هېوادونو او د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) له نورو غړو هېوادونو غوښتي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ضد بندیزونه ولګوي.

وان هالن ویلي، د امریکا مشران د نړیوالې جنایي محکمې د جګړه‌ییزو جرمونو د څېړنو د مخنیوي هڅه کوي او د محکمې د کمزوري کولو لپاره اقدام کوي.

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د نړیوالې جنایي محکمې غړي هېوادونه باید د ټرمپ او روبیو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه د هغه په وینا دوی د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اړوند د جګړه‌ییزو جرمونو د ادعاوو د څېړنو خنډ کېږي.

‎دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې سپینه ماڼۍ د نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې د مالي محدودیتونو د لګولو په اړه د پراخو اقداماتو طرحه چمتو کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here