د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کنړ او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه چې په کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده، وغندل.
کرزي دغه بریدونه د افغانستان له حاکمیت «سرغړونه» بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. نوموړي ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله هم کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، د پاکستان اوسنۍ امنیتي ستونزې د افغانستان په اړه د یاد هېواد د ناسمو سیاستونو پایله ده او له اسلاماباده یې غوښتي چې په خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي.
کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او د نېکو او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.

