یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeامنیتسهیل افریدي: د ترهګرۍ پر ضد پالیسي باید بدله شي

سهیل افریدي: د ترهګرۍ پر ضد پالیسي باید بدله شي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، موږ سوله په ډېرو ستونزو ترلاسه کړې وه او اوس د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پالیسۍ بدلون ته اړتیا ده.

افریدي په کوهاټ کې له خونړۍ چاودنې وروسته په یوه وینا کې ویلي، د عمران خان د حکومت پر مهال، سره له دې چې په افغانستان کې د هند دوست حکومت و، په پاکستان کې وضعیت نسبتاً ارام و.

هغه ادعا کړې چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي ناکامه شوې او ویلي یې دي چې د تېرو ۲۲ کلونو راهیسې یوه پالیسي تعقیبېږي، خو مطلوبې پایلې نه لري.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې یوه پالیسي وړاندې کړې، خو په وینا یې څوک ورته جدي پام نه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here