یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeکورپاڼهامریکا کارابین سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پر...

امریکا کارابین سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پر یوې بېړۍ برید کړی چې څلور کسان په کې وژل شوي

د امریکا پوځ ویلي، د شنبې په ورځ یې په کارابین سمندر کې پر یوې بېړۍ برید کړی چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ ادعا کړې چې دغه بېړۍ د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېله وه.

د امریکا جنوبي قوماندانۍ (سوت‌کام) ویلي، استخباراتي معلوماتو ښودلې وه چې هدف ګرځول شوې بېړۍ د نشه‌يي توکو د قاچاق په فعالیتونو کې فعاله وه.

دا برید د امریکا د هغو عملیاتو په لړ کې بلل کېږي چې واشنګټن په لاتینې امریکا او کارابین سیمه کې د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد پیل کړي دي. د امریکا حکومت دغه ډول هدفونه د «نارکو-ترهګرو» په نوم یادوي.

تر اوسه د امریکا پوځ د وژل شویو کسانو هویت، د برید دقیق ځای او دا چې په بېړۍ کې کوم نشه‌يي توکي موجود وو، جزییات نه دي خپاره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here