د امریکا پوځ ویلي، د شنبې په ورځ یې په کارابین سمندر کې پر یوې بېړۍ برید کړی چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ ادعا کړې چې دغه بېړۍ د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېله وه.
د امریکا جنوبي قوماندانۍ (سوتکام) ویلي، استخباراتي معلوماتو ښودلې وه چې هدف ګرځول شوې بېړۍ د نشهيي توکو د قاچاق په فعالیتونو کې فعاله وه.
دا برید د امریکا د هغو عملیاتو په لړ کې بلل کېږي چې واشنګټن په لاتینې امریکا او کارابین سیمه کې د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد پیل کړي دي. د امریکا حکومت دغه ډول هدفونه د «نارکو-ترهګرو» په نوم یادوي.
تر اوسه د امریکا پوځ د وژل شویو کسانو هویت، د برید دقیق ځای او دا چې په بېړۍ کې کوم نشهيي توکي موجود وو، جزییات نه دي خپاره کړي.

