د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انرژۍ د مصرف او دولتي لګښتونو د کمولو لپاره به د دولتي موټرو د تېلو سهمیه راکمه کړي.
د نویو اقداماتو له مخې، حکومت به د نویو موټرو له پېرلو، د دولتي چارواکو له بهرنیو سفرونو او د رسمي مېلمستیاوو له جوړولو ډډه وکړي. همداراز، د معلوماتي ټکنالوژۍ له وسایلو پرته د ځینو دوامدارو توکو پېرودل به هم محدود شي.
حکومت ویلي چې دولتي ادارې به تر ډېره خپلې غونډې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره کوي، څو د تېلو او نورو لګښتونو کچه راټیټه شي.
دا اقدامات په داسې مهال کېږي چې په سیمه کې روانو کړکېچونو د مایع طبیعي ګاز پر عرضه اغېز کړی او د پټرولو او ډیزلو بیې یې لوړې کړې دي. پاکستان هم د ګاز او برېښنا د احتمالي کمښت له ستونزې سره مخ دی.

