جمعه, سپتمبر 18, 2026
Homeکورپاڼهقطر غزې ته د روغتیايي خدمتونو لپاره د تېلو نوې مرسته کوي

قطر غزې ته د روغتیايي خدمتونو لپاره د تېلو نوې مرسته کوي

قطر اعلان کړی چې د غزې تړانګې د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره به ۱.۳ میلیونه لیتره تېل برابر کړي. د دې مرستې لپاره دوحې له ملګرو ملتونو سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه تېل به د روغتونونو او نورو روغتیايي تاسیساتو د فعالیت د دوام لپاره وکارول شي، چې شاوخوا ۲.۱ میلیونه فلسطینیان به ترې ګټه واخلي.

د معلوماتو له مخې، قطر د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې تر ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه غزې ته نږدې ۳۰ میلیونه لیتره تېل استولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here