پنجشنبه, سپتمبر 17, 2026
Homeکورپاڼهامریکا محمود عباس ته د ملګرو ملتونو غونډې ته د سفر ویزه...

امریکا محمود عباس ته د ملګرو ملتونو غونډې ته د سفر ویزه رد کړه

امریکا د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره ویزه نه ده ورکړې.

د راپورونو له مخې، دا پرله‌پسې دویم کال دی چې عباس نیویارک ته د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې لپاره له سفره پاتې کېږي.

تېر کال نوموړي د غړو هېوادونو له اجازې وروسته خپله وینا په انلاین ډول وړاندې کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د فلسطیني ادارې او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د ځینو چارواکو پر ویزو محدودیتونه غځوي.

واشنګټن وايي، د دې پرېکړې لامل د اصلاحاتو د نه پلي کېدو او د سولې د هڅو د زیانمنېدو اندېښنې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here