د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د دغه هېواد د پوځ پر مشر عاصم منیر او نورو واکمنانو یو ځل بیا سختې نیوکې کړې دي.
فضل الرحمن ویلي، د پاکستان واکمنان خپلواک نه دي او «له فکري پلوه ټول غلامان دي». نوموړي زیاته کړې چې دوی یوازې دا زده کړي چې د خپل هېواد ماشومان ووژني.
هغه ویلي، پاکستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې له امریکا پورونه اخلي، خو اوس هند له اقتصادي پلوه ترې مخکې دی.
د نوموړي په وینا، بنګلهدېش او افغانستان هم له اقتصادي پلوه تر پاکستان مخکې شوي دي.
فضل الرحمن ادعا کړې چې پاکستان په سیمه کې یوازنی هېواد دی چې اقتصاد یې ورځ تر بلې کمزوری کېږي او د ده په خبره، د دې وضعیت لامل د پاکستان د واکمنانو ناسم سیاستونه دي.

